خیبر پښتونخوا کې طالبانو ۲۲ پوځيان نيولي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 28th, 2012


پېښور:په خيبر پښتونخوا کې طالبانو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او د نیمه پوځي ځواک ۲۲کسان یې له ځان سره بېولي دي.یوه سیمه ییز چارواکي وویل د طالبانو په برید کې دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله له پېښوره بهر شوې.چارواکو ویلي، په راکټو او لاسي بمونو سمبالو اورپکو د تېرې جمعې پر شپه دپېښور په جنوب جاني خوړ او حسن خېلو سیمو کې پر دوو پوستو بریدونه کړي دي.د حسن خېلو یوه سیمه ییز چارواکي دا هم ویلي، چې طالبانو تر برید وروسته دواړو پوستو ته اور اچولی دی.چارواکي وايي، چې د تري تم شوو یا تښتول شوو نیمه پوځيانو لټون کوي.د قبایلي سیمې د ادارې له خوا په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي شوي، چې دوه ویشت پوځيان تري تم شوي دي.یوه سیمه ییز چارواکي نويد اکبر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې “طابانوپوستو کې له پوځيانو سره نژدې یو ساعت جګړه کړې ده، چې د طالبانو په ډزودوه پوځيان وژل شوي او یو ټپي شوی دی ۲۲نور ورک شوي دي. “سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو سیمې ته ټولې غځېدلې لارې تړلې او د ګاډو او خلکو کلکه تلاشي کوي، ګوندي تري تم شوي پوځيان ومومي.

Copyright Larawbar 2007-2024