کور / تازه خبرونه / پاکستانيو ځواکونو د تورخم دروازه وتړله

پاکستانيو ځواکونو د تورخم دروازه وتړله

جلال اباد :پژواک د خبرله مخې افغان چارواکي وايي، چې پاکستانيو ځواکونو د ناڅرګند لامل له امله له نن سهار راهيسې د خلکو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې دپه ننګرهار ولايت کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند د مرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستانيو ځواکونو د نن سهار په ٩:٤٥ بجو د خلکو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده.د هغه په وينا، دوى په دې اړه په تورخم کې له پاکستانيو ځواکونو سره په اړيکه کې شول او هغوى ورته وويل، چې دوى ته له مرکز څخه امر شوى او په لامل يې دوى هم نه پوهيږي.نوموړي زياته کړه،دوى هڅه کوي په دې اړه پلټنې وکړي او له پاکستانيو ځواکونو سره په اړيکه کې اوسي، څو ژر تر ژره دغه دروازه پرانيزي.په تورخم کې د سرحدي پوليسو يوه سرتېري احمدشاه وويل، چې له سهار راهيسې دواړو خواوو ته په سلګونو خلک ولاړ دي.د ده په خبره، باران هم په تېزۍ سره وريږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ ديویل کېږي، تورخم پوله له دې کبله تړل شوې، چې ګني افغان چارواکي په څرخي پله کې له پاکستاني بندیانو سره ناوړه چلند کوي.پاکستان کې افغان سفیر عمر داودزي د پولې له تړل کېدا بې خبري ښودلې ده.خلکو ویلي چې په داسې حال کې درې ماشومان د یخنۍ له کبله مړه شوي، چې کورنیو یې له پولې دېخوا انتظار کاوه.
.