په لنډي کوتل کې افغانان ځورول شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 28th, 2012


پېښور:دخيبر پښتونخوا يوشميرافغانانو رسنيوته وييلي ، چې د لنډي کوتل د ميچني په سيمه کې يو شمېر ناڅرگندو کسانو د افغان مساپرينو موټر په لار کې درولي، افغان مساپرين يې کړولي او پاسپورټونه يې ترې څيرلي دي. بريد ګرو مساپرينو ته ويلي، چې دوی د هغو پاکستانيانو غچ اخلي چې په افغانستان کې ځورول شوي او پاسپورټونه يې څيرل شوي دي. پاکستاني ملېشې چې کله خبرې شوي نو د پېښې ځای ته يې ځان رسولی او په سيمه کې نښته شوې، چې له امله يې دوه تنه خاصه دار ټپيان شوي دي
.

Copyright Larawbar 2007-2024