کور / تازه خبرونه / خوست كې حرا پوهنتون دكانكورازموينه واخسته

خوست كې حرا پوهنتون دكانكورازموينه واخسته

پدې ازموينه كې نېږدې ۱۳۰ تنوزده كوونكيوګډون كړى ؤچې دانجينرۍ ،اقتصاد،كمپيوټرساينس اوانګليسۍ ژبې پوهنځيوته ترې ازموينه واخيستل شوه .
دازموينوپه پيل كې قاري سيف الله دعظيم الشان قران څومبارك اياتونه تلاوت كړل ورپسې دخوست ولايتي شورا رئيس استادتاج علي خان صابرخبرې وكړې .
نوموړي خوست ته دحرا پوهنتون په راتګ خوښي څرګنده كړه اوهيله يې څرګندكړه چې ددې پوهنتون ښوونكي پخپلوژمنوټينګ ودريږي اودغه پوهنتون ددوى له ژمنوسره سم په نړيوال سنډرډبرابركړي .
ورپسې ديادشوي پوهنتون ښوونكي استادعبدالودودخبرې وكړې ،نوموړي ژمنه وكړه چې موږبه ترخپله وسه پورې دزده كوونكيوستونزې حلوواودغه پوهنتون به په نړيوال سنډرډبرابروو.
ددۀ دخبرو له مخې پدې پوهنتون كې به دپښتواوانګليسي ژبوپه تدريس برسېره دزده كوونكيولپاره داړتياوړتوكي اودانټرنېټ اسانتياوې به هم ورته برابروو.
استادعبدالودود وويل : دوى كوښښ كوي چې له پاكستان څخه نورهم داسې ښوونكي وګماري چې پوهنيزه كچه يې لوړه وي اوله انګليسي سره سره په پښتوژبه هم تدريس وكړاى شي .
ددۀ په خبره هغوزده كوونكيوته چې دحراپوهنتون دكانكورپه ازموينه كې يې برخه واخيسته وروسته له څلورو ،ورځونتايج اعلان كړى شي اونېږدې شل وروځې وروسته به رسماً په لوستونوپيل وكړي .
دحراشخصي پوهنتون ازمونيه په لسوبجوپيل شوه اوپه دوولسوبجوپاى ته ورسيده .
ددغوازموينوداخيستنې څرنګوالۍ منظم ؤاودپوهنتون استادانودازموينې صحنه په ډېره ښايسته اندازسره ترخپل كنترول لاندې راوستې وه .
لدې مخكې په خوست كې هېڅ شخصي پوهنتون شتۀ نه ؤ،اوحرا لومړنى شخصي پوهنتون دى چې نن يې عملاًپدې ولايت كې په كار پيل وكړ.
هغوزده كوونكيوچې دنوموړي پوهنتون دكانكورپه ازموينه كې يې برخه اخيستې وه ،دا دډېر وياړځاى وبالۀ چې په خوست كې داډول پوهنتون په كارپيل كوي ،اوهغووروڼوته دلوړوزده كړوزمينه برابروي چې دولتي اوياهم په شخصي كارونوبوخت دي .