کور / تازه خبرونه / د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ۱۲ كيلومتره سرك…

د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ۱۲ كيلومتره سرك…

د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د  ۱۲ كيلومتره سرك د بيا رغولو كار پيل شوو!


دا سرك چي ۱۲ كيلومتره اوږودالى لرې د زرمت ولسوالۍ د اورياخيلو له سيمې پيل او تر چهار كلاي سهاك سيمي پوري پرې شګه اچول كيږې .


د دغه سړك ټوله پانګه ۳۰۰۰۰۰ امريكايې ډالره ده چې د پكتيا ولايت د بيارغونې ټيم لخوا وركول كېږې ، د دغه سړك په اوږدو كې ۸۵ پلچكونه دي چې ۶۰ پلچكونه تازه جوړيږې او ۲۵ يې بيا رغول كيږې ،  د زرمت ولسوالۍ د ولسوال په وينا په د غه سړك باندي به هره ورځ ۳۰۰ تنه كار كوې چې هر يوه ته  دورځې ۲۵۰ افغانۍ وركول كيږې. ويل كيږې چې د دغه سړك كار به په دوه مياشتو كې بشپړ شي. د زرمت ولسوالۍ اوسيدونكۍ داوود زرمتې  له پكتيا والې ښاغلې جمعه خان همدرد څخه مننه وكړه چې دده په راتګ هم زرمت ولسوالۍ ته سوله او هم بيا رغونه راغلې ده .