کور / شعر / غـــــزل

غـــــزل

بارکوال مياخېل


[د ارواښاد عبدالله خيال د شعر پر مځکه]


پښتون وطن يمه نړېږم بيا ارمان ونه کړې
راشه په سرۀ اور کې سوځېږم بيا ارمان ونه کړې
زه د ميرويس د سر شمله يم، د ابدال توره يم
په پردي ښار کې ليلامېږم بيا ارمان ونه کړې
ته مي ظاهر وينې سمسور چي د پسرلي غوندې يم
دننه وار په وار ورانېږم بيا ارمان ونه کړې
نن لا ژوندى يم راشه زړۀ مي دى په مينه ودان
سبا له دې ځايه ستنېږم بيا ارمان ونه کړې
راشه سپړم درته د ژوند خوږې ترخې خاطرې
نن په ريښتيا درته ږغېږم بيا ارمان ونه کړې
وطنه! اوس مي لا په خپله غېږ کې پټ وساته
زه ستا په مينه سنګسارېږم بيا ارمان ونه کړې
د خپلواکۍ لمر خو را ووينه شينکى اسمانه!
ګنې له تا مرورېږم بيا ارمان ونه کړې


 


تر څو به ژوند په ډار، په وهم بارکواله! کوو
د دې بلا تر سر تېرېږم بيا ارمان ونه کړې


 


١٧ اپرېل ٢٠٠٨م کال- کوټه