کور / خبرتیا او پيغامونه / دثورداوومې نيټې په اړه داسلامي امارت درهبري شورى اعلاميه

دثورداوومې نيټې په اړه داسلامي امارت درهبري شورى اعلاميه

 بسم الله الرحمن الرحيم


دثوراوومه نېټه دافغانستان په تاريخ کې د هغوبدو پيښويوه ورځ ده چې ددې هېوادفکري ، ديني اوعقيدوي دښمنانو دهېواد پرخپلواکۍ اوهويت بې شرمانه تيرى کړى ، اوزمونږګران ټاټوبى يې له اوږدو بدبختيوسره مخ کړى .
دثورداوومې نيټې په پايله کې رامنځ ته شوى بحران هرافغان وګړى اوهره افغانه کورنۍ په يو نه يوډول زيانمن کړى .
دافغانستان داسلامي امارت پيروان ټول هغه خلګ دي چې دکميونستي رژيم اوبهرنى يرغل په وړاندې يې درنې قربانۍ ورکړي دي .
داسلامي امارت درهبري زيات شمېرغړي د( رهبر ) په شمول دشوروي يرغل اوکميونستي رژيم په وړاندې جنګېدلي اودبدن غړي يې هم په دې جګړه کې له لاسه ورکړي دي ، نوله همدې امله داسلامي امارت ټول مشران اوپيروان ددې فاجعي دغندونکوپه لمړي صف کې قرارلري
اولکه څرنګه چې پرافغانستان ديرغلونولړۍ لاپه تيزي سره روانه ده اودامهال زمونږګران هېواد ترټولو له سخت اوبدترين اشغال اوتيري سره مخامخ دى  نوټول هغه مسلمان اومجاهدافغانان چې پرون دشوروي اتحاد د يرغل اوکمونستي رژيم په وړاندې دخلوص اورښتيني عقيدې له مخې جنګېدلي ، نن هم داوسني يرغل په وړاندې دهغه فکراوعقيدې پربنسټ مقاومت کوي .
دننني اوپروني يرغل ترمينځ دتوپيرکولوهيڅ ډول ديني اومعقوله توجيه ممکنه نه ده ، البته يوشمېر هغه مرموزي څيرې چې ديوې رښتيني عقيدې اوخلوص پرځاى يوازې دشخصي ګټو په بدل کې دسړې جګړې دامريکايي ماشين بي روحه پرزې وي چي نه يي پرون دمظلوموافغانانواوښکي پاکي کړي اونه يي هم نن ددي بي چاره ملت په دردونواوکړاونوزړونه درديږي. دغه تجريدشوي كسان نني يرغل ته دجوازلاري لټوي اوله پروني هغه سره توپيرورکوي
هغوى نن په کابل کې دخپل بادارپه قومانده ټيټې سترګې ناست دي ، دا ډله خلګ دسړې جګړې يادامريکادګټوفاتحين ځانونه ګڼلى شي ، خودافغانستان د خپلواکي اوجهاددګټلوفاتحين هيڅکله نشي ګڼل کيدلى
بلکې دافغانستان دخپلواکي اومقدس جهاداصلي وارثين هغه څوک دي چې دهريرغل په وړاندې بې توپيره ولاړدي اودپروني يرغل اواشغال په څېردننني يرغل اواشغال په وړاندې هم مقاومت کوي
دپروني اوننني يرغل ترمينځ هيڅ يو ازاد اومسلمان افغان دتوپيرقائل ندى
دايوڅرګندحقيقت دى چې اوسنى بګرام اوګوانتانامو دپروني (پل چرخي ) اوپليګون دلړۍ درنې کړۍ دي
ترکى ، امين کارمل اونجيب دبلواکۍ اوغلامۍ په فلسفه کې دکابل دګوډاګۍ ادارې داوسني ټيم له غړوسره نورهيڅ توپيرنه لري يوازې دومره توپيرلري چې پرون دشوروي اتحاد او(وارسا تړون ) ترسيوري لاندې دشوي يرغل ګوډاګيان تپل شوي وو اونن داستعمارګرو غربي هېوادونواو( ناټوتړون ) ترسيوري لاندې دشوي يرغل ګوډاګيان تپل شوي .
لکه څرنګه چې پرون (کارمل ) د(افغان شوروي ) لقب دځان لپاره وياړګڼلو، همداډول دکابل داوسنۍ ادارې غړي دامريکاپرتابعيت وياړکوي
لکه څرنګه چې پرون په کميونستي اداره کې د ( ماسکو ) له خوښې پرته څوک نشوى ټاکل کيدلى ، همدارنګه په نننۍ اداره کې هرغړى دواشنګټن اوياهم دبګرام دسرقوماندانۍ له لورې ګمارل کيږي .
نن بې وزله افغانان ددغي ورځي ستره فاجعه په داسې حال کې غندي چې که له يوې خوا له اوسني اشغال سره دهېواد پرهوايي ډګرونو اومهمومقاماتودامريکابيرغونه رپيږي اودهېواد پرځمکه دپردوعسکرو اوپرهوادجنګي الوتکوغوبل دى ، خوبل پلوته په اوسنۍ تپل شوې اداره اوپوځي ځواک کې دهغه كمونستي رژيم په سلګونووينه زبيښونکو څېرو په شتون دپخواني کميونستي يرغل کرغېړنې نمونې لاهم پاتې ښکاري
اونورهغه تبليغاتي کمپاين هم ناکامه ښکاري چې غواړي پردې څرګندوحقائقو دافغانانوسترګې ورپټې کړي
دافغانستان اسلامي امارت دثورد اوومې نيټې ديرغل په شمول دپرديو ټول ناروا اوبې شرمانه يرغلونه په يوډول غندي اودخپل مسلمان ولس په څنګ کې دټولو يرغلونوپه وړاندې يوډول روحيه اودريځ لري اوپه ټولومسلمانانوژغ کوي چي په يوه واحدمنظم جهادي صف كي سره ملګري شي خپل وياړلي تاريخ بياراتازه اوبي رحمه دښمن ته دتيرپه څيرله عبرت نه ډک درس ورکړي


والسلام