زابل:دشاجوی شل بستريز روغتون ورغول سو

د لراوبر اداره | جنوري 2nd, 2013


دزابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کی دیو شل بیستریز روغتون درغولوچاري بشپړي اوګټي اخیستلوته وسپارل شو.چارواکی وایی پردغه روغتون دوه سوه یونیوي سره امریکایی دالره لګښت راغلي چی دولایتي بیارغوني ډله یی ورکوي .دسیمي ځایی اوسیدونکي دولت ددي کار ستاینه کوي اونوررغتونونو دجوړولوغوښتنه کوي .

دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی پردغه روغتون نژدی دوه سوه یونیوي سره امریکایی ډالره لګښت راغلي چی دولایتي بیا رغوني ډله یی ورکوي .نوموړي زیاتوی چی یاد روغتون په یوجریب ځمکه کی جوړ شوی چی شل بستره لري ناصري په سیمه کی دغه روغتون یوه لاسته راوړنه ګڼي اوزیاتوی چی ددي رغتونو څخه به دشاهجوي دولسوالي دناروغانوترڅنګ دارغنداب دایچوپان اوخاک افغان ولسوالیوناروغان هم ګټه اخلي .دوالي په خبره دغه ولسوالي یوه بانفوسه سیمه ده چی باید دروغتیاوزارت ورته پاملرنه زیاته کړي

دشاهجوۍ ولسوالۍ اوسیدونکي هم په سیمه کی جوړ شوی روغتون دستونزودهوارولوپه برخه کی یوه لاسته راونه بولي او وایی چی اکثره مهال دنارغیودرامینځته کیدلوله امله ترمرکزه پوري ورته رسیدګي ستونزمنه وي .دوي وایی چی که دولت دغه ولسوالی ته پاملرنه زیاته کړي نوځایی اوسیدونکی به یی ملاتړ وکړي v

Copyright Larawbar 2007-2024