روزګان: عالمانو دښاروالۍ سره دمرستي ژمنه وکړه

د لراوبر اداره | جنوري 2nd, 2013


په هغه غونډه کی چی نن ددی ولایت په مرکز ترینګوټ ښار دښاروالی دغونډو په تالار کی جوړه شوی وی، پکی ددی ولایت دمرکز ترینکوټ دینی عالمانواوملایانو دښاروالی سره دمرستی ژمنه وکړل.

دغونډی په پیل کی دارزوګان ترینکوټ ښاروال نعمت الله اکبری دښاروالی ټولو پروژو په هکله دینی عالمانو او ملایانو ته معلومات ورکړل او له ټولو څخه یی غوښتنه وکړل چی په مسجدونو کی خلګ دښاروالی سره همکاری ته راوبولي.

ښاغلی اکبری همداراز وایی چی دتیر کال په پرتله یی دښاریانوپه همکاری دښاروالی په عوایدو کی دپام وړ پرمختګ شوی او دنوموړی په وینا که چیرته دینی عالمان او ملایان په خپلو سیمو کی ښاریان دچاپیریال دپاکوالی ولوری ته راوبولی نو ښار به موپاک او دناروغیو څخه لیری یو.

ښاروال درمپپ پروراګرام څخه دمننی په ترڅ وویل چی ددی ولایت دپاره یی نه هیرودونکی کارونه کړی او دهغوی څخه یی لادنورو مرستو غوښتنه وکړل.

بل لوری ته دترینکوټ ښاریوشمیر دینی عالمانو او ملایانوپه خپلو خبرو کی دښاروالی دکارونو څخه ستاینه وکړل او ژمنه یی وکړل چی دوی به ښاریان دښاروالی سره دمرستو کولو لوری ته رابولی.
دوی همداراز وایی چی ښاروالی باید خپل خدمات نور هم زیات کړی ترڅو ښارویان وښاروالی ته ټاکل شوی مالیه ورکړی.

یاده ِغونډه پداسی حال دښاروالی له لوری څخه جوړیږی چی پدی وروستیو کی ښاروالی یوشمیر پروژی دښاریانو سره ترمشوره کولو وروسته پیل کړی او ۷۰ سلنه یی کارونه شوی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024