کور / تازه خبرونه / یو پلار خپله ماشومه لور خرڅه کړه

یو پلار خپله ماشومه لور خرڅه کړه

کاناډایی خبري شبکه ( سي . بی . ایس نیوز ) راپور ورکوی چی د افغانستان په پروان ولایت کی یو پلار د غربت او بیوزلۍ له امله خپله درې میاشتنۍ لور په ۱۴۰ ډالره خرڅه کړه . د ماشومی مور وویل چی زه هیڅ خبره هم نه وم چی میړه می دا کار وکړ . ماشومې می زما شیدې خوړلې او کله چی خبره سوم نو ډیر فریادونه می وکړل . هغه وایی چی موږ هیڅ هم نه لرو چی ویې خورو ، هیڅ شی نه لرو چی په دغه ساړه ژمی کی کور او ځانونه په تاوده کړو ، حتی د څلورو میاشتو راهیسی مو د کور کرایه هم نه ده ورکړې . خو زما میړه ، چی اوس د دماغي ناروغۍ له امله د کابل په یو روغتون کی بستر دی ، باید د دې کار له امله ملامت نسی .
راپور زیاتوی چی کله نور خلک خبر سول نو پیسې یې ټولی کړې او هغه شیدو خوره ماشومه یې بیرته رانیوله او خپلی مور ته یې وسپارله . دا میرمن وایی چی د خپلی لور د حاصلولو څخه خو ډیره خوشحاله سوم لاکن ژوند مو هماغسی خراب او د پریشانیو څخه ډک دی او ځکه نو وارخطا یو . دا زیاتوی چی موږ شپږ ماشومان لرو خو هیڅ عاید او مالی مدرک نه لرو او په غربت کی ډوب یو .