کور / تازه خبرونه / دکندهاردطب پوهنځې دیوه محصل دګواښ له امله وتړل شوه

دکندهاردطب پوهنځې دیوه محصل دګواښ له امله وتړل شوه

دافغانې تلویزیونونواورسنیودرپوټ له مخې،نن دکندهاردطب پوهنځۍ دروازه هغه وخت دټولومحصلینواواستادانو پرمخ وتړل شوه ،چي ددي پوهنځې یوناکام محصل دکندهارپوهنتون دطب پوهنځي مشردتمانچې په وسيله ګواښولې و.
دطب پوهنځي مشر ډاکټر ولي محمد وياړ پرون ماښام ناوخته په يوه غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې دپوهنځي د تړل کېدوپرېکړه يې تر هغه وروسته وکړه، چې ددغه پوهنځي ناکام محصل دحميدالله په نامه چي دهلمندولايت اوسېدونکى دی ، اونوموړۍ تېرکال ناکام شوى او اړدى چې بيا دسره ازموينه وركړي.مګر هغه دبیا ازموینې دورکړی هوډنلری.
ناکام شوي محصل چې په ولسي جرګه او نورو حکومتي اداروکې خپلوان لري، دخپل کارد ترسره کولو لپاره يې د پوهنځۍ مشرته يو شمېر اسناد ور وړي، چې د لوړو زده کړو دوزير ترڅنګ دنورو لوړپوړوچارواکو لاسليکونه یی هم ورباندی شوی وو.
ویاړ زیاته کړه ،چي ناکام محصل په ناقانونه توګه دخپل کاردخلاصولو غوښتنه ځیني وکړاوده نه ده منلې اوبالاخره يې دتمانچې په زور ورباندې اړونداسناد لاسليک کړي دي.د دغه پوهنځي مشر وايي په پوهنتون کې دننه د ښوونکواستادانوامنيت خوندي نه دى، او پريكړه يې كړې چې تر هغه وخته به دکند هاردطب پوهنځى‌ بنده وساتي، تر څوچي ددغې موضوع په اړه پوره څېړنه نه وي شوې.
دیادولووړده چي ورته پیښي دافغانستان دلوړوزده کړو په ډیرومؤسیسوکي منځ ته راغلي دی.ډیرمحصلین دازمویني دنتیجواوارزیابی په هکله ډیري نیوکي کوی، اووایی چي دوی ازمویني په بریالیتوب سره ورکړیدی اوښي نمري یي وړیدی ، ولي دکورنيواوبهرنیولوړوزده کړوپوهنتونونو ته هغه محصلین ځي چي پیسي اوواسیطي لري .دوی دغه خبري په بربنډه توګه دافغانې تلویزیونونو پر هنداره دخبر یالانو مخ ته کړیدي ،دوی وایی چي تراوسه پوري یی دلوړو زده کړودچارواکولخوادحل لاره نه ده موندلي.