کور / تازه خبرونه / ابرهيم خيل :پاکستان دې دافغانانو له زورولو لاس واخلي

ابرهيم خيل :پاکستان دې دافغانانو له زورولو لاس واخلي

پېښور : پېښو رکې افغان قونصل سيد محمد ابرهيم خيل دبيلاببلو ورځپاڼو او تلويزيونو خبريالانو ته دوينا پرمهال څرگنده کړه افغانان پاکستان خپل دوهم کور ګڼي ، دتيرو څلور ديرشو کلونو راهسې شپيته لکه افغانان پاکستان کې ژوند کوي. ډير وخت تير شوې او لږ وخت پاتې دى پاکستان بايد په دې لږ وخت کې هم افغانانو سره ښه چلند وکړي ترڅو ددواړو هېوادنو اړيکي خرابې نه شي نوموړى زياته کړه چې په پاکستان کې چې تراوس پورې کوم مهاجرين اوسيږي ځينو کارډونه ديو اين ايچ سى ار په مرسته ترلاسه کړيدى او ځينې نور ترې پاتې شويدى . چې ددغو کارډونو وخت اوس پاى ته رسيدلې دى د سيفران وزارت په وړانديځ چې دافغانانو کارډونه دتمديدو پريکړه بۀ کابينې ته وړاندې کړى چې کابينې دغه موده شپږ مياشتې تمديد کړى . ده وويل چې کابينې دغه پريکړه منظور کړيده خو په رسمي توګه ئې مونږ ته په دې اړه څه خبر نه دى راکړى ابرهيم خيل زياته کړه چې په تورخم يا پېښور کې کوم مشکلات راځي هغه دومره نه وي خو انعکاس ئې قوى وى بايد په دې اړه دواړه هېوادونو گډ سوچ وکړى . ده وويل چې مونږ هميشه پښتونخوا کې افغانانو د بيرته راستنيدو کوښښ کوى او په دې اړه ئې اقدامات وکړل خو حالات لا دومره سم نه دى چې سمدستى ټول افغانان ستانه شي . قونصل وويل چې مهاجرين کله نا کله د پوليسو لخوا زورول کېږي خو دا يوازې زمونږ دنده نه ده چې ورپسې تاڼه په تاڼه وگرځو. پاکستان لکه چې پخوا مونږ سره ښه کړي او خپله ډوډۍ يې راسره نيمه کړې نو اوس دې هم مونږ سره د مشکلاتو په حل کې مرسته وکړي. قونصل زياته کړه چې د کوهاټ ټونل د افغانانو په مخ تړل شوى. د حيات آباد، رنگ روډ، بورډ او کارخانو پورې افغانان زورول کېږي. پوليس ورسره زياتى کوي او د افغانستان د نماينده په حيث زه صوبايي حکومت ته وايم چې افغانان دې زورولو څخه وژغوري. ده وويل چې ځينې افغانان عاجل د افغانستان نه د ناروغ ددرملنې او بل کوم کار لپاره راروان شي خو نوموړى پوليس بوتلى وي او ناروغ يې په روغتون کې وي. زه د صوبايي حکومت نه غوښتنه کوم چې د پاکستان سپيشل برانچ يوه څانگه دې يا حيات آباد او يا تورخم ته وليږدول کړي ترڅو د افغانانو پاسپورټونه هلته راجسټر شي. افغانان چې ويزه لري نو هم يې په لاره کې پوليس زوروي چې ويزه دې راجسټر نه ده. د دې ستونزې د حل لپاره دې سپيشل برانچ يوه څانگه تورخم ته وليږدل شي قونصل زياته کړه چې د قانون له مخې د اووه ورځو د راجسټريش وخت وي. چې عام قانون دى نو سفر کوونکو سره هم بايد قانون له مخې چلند وشي . ده وويل چې د سيفران د وزارت چارواکوراسره ژمنه کړې ده چې صوبايي حکومت او پوليس به هم پرې خبر وي چې مهاجرينو کارډونه شپږ مياشتې نور تمديد شي. قونصل زياته کړه چې ٢٠٠١ کې افغانستان د تيارو نه خلاص شو، اوس يو باثباته نظام، منتخب جمهور رئيس، منتخب پارليمان او اساسي قانون لري. دولت د مهاجرينو خپل وطن ته ستنول غواړي خو حالات لا هم دومره ښه نه دي. درې لسيزې افغانانو سره همکاري شوې ده اوس لږ وخت پاتې دى په دې پاتې وخت کې دې هم افغانانو سره ښه سلوک وکړي. نوموړي وويل چې د خيبر پښتونخوا کې د اړيکو ښه والي ته کار کوو د قوانينو ترڅنگ مشکلاتو سره مخامخ يو. د قونصلگرۍ کارونکي د پاکستانيانو خدمت کوي. د دواړو هېوادونو د اړيکو دټينگښت او پرمختگ لپاره هلې ځلې کوو. د اړيکو د لا ښه کېدو غوښتونکي يو او پاکستان سره همږي يو. قونصل د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې د اسلام آباد د سولې د عالي شورا پلاوى راغلى و چې پايلى يې ښې وې. مونږ سره دې نوره هم همکاري وشي چې د دايمې سولې لپاره گامونه اوچت کړى شي. ده وويل چې د سولې د شورا په وړانديځ يو شمېر طالب بنديان خوشې شول او دغه کار د سولې په خاطر وشو. نوموړې زياته کړه چې په زندانو کې زر تنه افغانان بنديان دي چې د دهشتگردۍ په تور يو هم نه دى نيول شوى د قانوني اسنادو نه لرلو او د وړو جرمونو په تور بنديان دي. ده وويل چې اکثره خلق چې پاکستان ته راځي د هغوى دلته خپلوي دي. پاکستانيانو سره يې رشتې دي. د صوبايي حکومت څخه غوښتنه دى ده د دې خلکو رشتې دي نو دوى يو بل نه شي جلا کېدې، نو ځکه پوليس دې افغانانو سره د نرمۍ او ښه سلوک نه کار واخلي چې ورسره دواړو هېوادونو اړيکي لکه څنگه په ولسي کچه د باور وړ دي همدغسې پاتې شي.