کور / تازه خبرونه / ديوى کورنۍ څلور هستوګن سمدستي په حق ورسيدل

ديوى کورنۍ څلور هستوګن سمدستي په حق ورسيدل

 دنوښار څخه ٤٠ کيلو متره ليرى دجلوزئى په سمه کښې ددوه پوړيزه ودانۍ دپاسنى چت دراغورځيدو له کبله ديوى کورنۍ ٤ هستوګن سمدستى په حق ورسيدل دترلاسه شوى باورى راپور ترمخه دجلوزيو دمحلۀ ميرحسن خيل په کلى کښې ديوى دوه پوړيزه ودانۍ دپورتنى چت دراغورځيدو له امله په خونه کښې ديو ى کورنۍ څلورويده وګړى حيدرغلى دهغه ښځه، يوکلن او دوه کلن ماسشومان دخاورو او خزلو لاندى مړه شول دنيم ساعت هڅو څخه وروسته دسيمه ايزو خلکو په مرسته دحق رسيدلو جسدونه راوويستل شول او خپلو خپلوانو ته وروسپارل شول  خوپه دوهمه خونه کښې په خوب ويده خلک دالله په فضل وکرم بچ پاتى شويدي.