کور / تازه خبرونه / مردان : په بم چاودنه کښې ۳ وګړى مړه او د ١٦ پوليس …

مردان : په بم چاودنه کښې ۳ وګړى مړه او د ١٦ پوليس …

په مردان کښې دپوليسو مرکز ته نژدى موټر بم چاودنه کښې درى وګړى مړه او د١٦ پوليس کارکوونکو په ګډون ټيک ٢٢ وګړى ټپيان شويدى داچاودنه پرون ګهيځ ٦ بجى دښار تاڼى ترڅنګ بکټ ګنج مارکيټ کښې رامنځته شوه  چاودنه ډيره زوروره او ټکان ورکوونکى وه چې ژغونه ئي ډيرليرى واوريدل شول چاودنى ته دنژدى هټيو چتونه راوغورځيدل او تاڼى سره جوخت، لګيدلى ديوال هم سخت زيانمن شو دچاودنى په پيښه کښې يو پوليس دآى، ايس، آئي فرخ سعيد ملکى وګړى او سړک په غاړه ولاړ يوهلک سملاسى په حق رسيدلى او ١٦ پولس کارکوونکى چې دل مهال دتاڼى په پوسته کښې موجود ؤ ددغو ټولو په ګډون پوره ٢٢ وګړى ټپيان شويدى دژوبلووګړو له ډلى څخه درى تنه سخت ټپيان جرنيلى روغتون ته رارسول شوي چې دلته دچټکى درملنى لاندى دي دمردان ډى،آئي ، جى سيداختر حسين شاه يو شخصى ټلويزون ته ويلى چې چاودونکى مواد په يوه موټر کښې په ماهرانه توګه ايښودل شوى ؤ اودغه ګاډى دبکټ ګنج مارکيټ اودښارتاڼى ته نژدى درول شوى ؤ پدى چاودنه کښې پوره ٤٠ يا ٥٠ کيلو ګرامه چاودونکى مواد کارول شوى ؤ ډى، آئى ،جى زياته کړه چې دبم چاودنى دپيښى په اړه کلکى څيړنى پيل شويدي.