په افغانستان کې دامریکا یی سرتیرو دپاتې کیدو راتلونکي پلانونه.

59 | جنوري 5th, 2013


په افغانستان کې دامريکايي ځواکونولوى قومندان جنرال جان الن دلومړي ځل لپاره وویل ،چي تر۲۰۱۴کال وروسته
به له شپږو نه ترشلو زروپورې امریکا یی عسکر په افغانستان کې پاتې شي.
دامریکا دفکس نیوزدتلویزیون درپوت له مخې اودنيويارک ټايم دورځپاڼې په وينا جنرال الن ومنله ،چي له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې دپاتې کیدونکوامريکايي عسکرود شمیر په اړه یی دامريکا ددفاع وزارت ته ددرې ګونوپلانونو وړاندېز کړيدي:
۱:لومړي پلان کې دسرتیروشمیر ۶۰۰۰ تنه.
۲:دويم پلان کې دسرتیروشمیر۱۰۰۰۰ تنه.
۳:دريم پلان کې دسرتیروشمیر ۲۰۰۰۰تنه ښوول شوىدي.
د هرپلان په هکله دامریکایی سرتیرودخطرونواوتلفاتوکچه هم په گوته شوېده ،چې ديوه جگپوړي امريکايي پوځي چارواکي په وينا داسي اټکل کیږي،چي دشپږزروسرتیرواحتمالي خطربه د شلو زروسرتیرو په پرتله خورا ډیروي.
دفکس نیوزپه تلویزیون کي دامریکایی پوځ یو پوځې مسلکي کارپوه وایی ،ګمان کیږی افغانستان کي دسرتیرو شمیربه دشپږوزروسرتیرونه ترشلو زروسرتیروپوری ورسیږي. د امريکا ددفاع وزارت يوبل چارواکى بیاوايي که له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې شپږ زره امريکايي عسکر پاتي شي، نودغه ځواکونه به ترډېره حده د ترهگرو ضدعملياتوکې بند پاتي شي اود کوماندويي اوځانگړو ځواکونو په توگه به داورپکو سره لاس اوګریوان وی.او یا به د افغان ځواکونو دملاتړاو روزنې لپاره لږ اوکمزوری امکانات ولري.
ددوهم پلان له مخي له لسوزروعسکروسره به امريکا وکولاي شي چې دافغان پوځ د روزنې چاري پراخي کړي.
اوددریم پلان د پلی کیدوله مخي به امریکا له شلوزروعسکروسره وکولاى شي چې د افغانستان په ځينومحدودوسيموکې گزمې هم ترسره کړی او ترهګروپلانونه به شنډکړی.
د امريکا ددفاع وزارت چارواکي وايي چي تر اوسه پورې جوته نه ده چې ايا ولسمشر اوباما به دغه وړانديزونه ارزولي وي او که اټکل کیږي چې په دې اړه به راتلونکې اوونۍ په سپینې ماڼۍ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي.
اوس دمګړۍ شاوخوا شپږ شپيته زره امريکايي عسکر په افغانستان کې میشته دي.
د ناټواوافغانستان حکومت ترمنځ د مخکینو موافقو له مخې د ناټوجگړه ييزماموريت به د ٢٠١٤ کال د سيپټمبرپه میاشت کي پاى ته ورسیږی اوامنيتي مسووليتونه په بشپړډول افغان ځواکونو ته ولیږدول شي.
خودامريکا ددفاع وزارت درپوټونو پربنسټ، له ٢٠١٤ کال وروسته د ثبات د ساتلولپاره افغانستان مرستې ته اړتيا لري.
نوځکه تیره مياشت دپنتاگون له لوري خپورشوي يوه رپوټ کې ويل شوي چې دافغان پوځ له ٢٣ لواگانو نه يوازې يوه يې دا وړتيا لري چې دامريکايي اوناټوځواکونو له هوايي ملاتړ پرته په مستقلانه ډول دندې ترسره کړي.
که څه هم چې افغان ځواکونه دشمیر له پلوه ډېردي، خو لکه څنگه چې دافغانستان دفاع وزارت وايي د هوايي ځواک،درنو وسلو اوجگړه ييزتخنيک اوداستخباراتو له نظره له سختوستونځو او ننگونو سره مخامخ دی.

Copyright Larawbar 2007-2024