کور / تازه خبرونه / د ملي اردو په کالو کي بيا بهرنيان ويشتل سوي

د ملي اردو په کالو کي بيا بهرنيان ويشتل سوي

د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دوى يو عسکر د هلمند په ولايت کي د يوه کس له لوري چي د پوليسو کالي ئې اغوستي وه وژل سوى .
دغه خبرپاڼه نن ورځ د شپې پر يوه بجه او دېرش دقيقې لراوبر ته رسېدلې.
خبرپاڼه ليکي چي د دې پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي .
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي دا کار د دوى يوه ارتباطي ملګرى چي د پخوا څخه لا د دې کار له پاره په پوليسو کي په کار ګمارل سوى وو ترسره کړى.
دا لومړى ځل نه دئ چي د پوليسو په ليکو کي ولاړ پوليس يا د ملي اردو سرتېري پر بهرنيانو بريدونه کوي بلکي په وار وار سره داسي سوى چي اوس د بهرنيانو او افغان حکومت له پاره يو د اندېښني په وړ کار بدل سوى .
تر دې مخکي په کابل کي په يوه وزارت کي يوې پوليس هم پر بهرنيانو خپلي د توپنچې مخ اړولى وو او هغوى ته ئې مرګ ژوبله اړولې وه .