کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د حملې په باب د پي آى اې ادعا بې ځايه ده

په کندهار کي د حملې په باب د پي آى اې ادعا بې ځايه ده

د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت PIA مسؤلينو نن رسنيو ته ويلي چي د کندهار پر هوايي ډګر راکټي حمله سوې چي سوچ پوچ درواغ او يوه بې ځايه ادعا ده.
ددې ادارې د وياند د خبرو پر اساس د پاکستان د جيو نيوز ټلوېزون هم خبر خپور کړى چي هغه هم هيڅ حقيقت نه لري او د کندهار د محلي ادارې سره يې هيڅ راز هماهنګ سوى نه دى چي په تمامه معنى د خبري اصولو او ژورنالستيکي نورمونو خلاف کار دى.
نن، نه هم د کندهار په هوايي ډګر او نه هم د کندهار ولايت په نورو مربوطاتو کي کوم ډول چاودنه سوي او نه هم توغندي توغول سوي چي له دې خاطره د پې آى اې د مسؤلينو ننۍ ادعا په تمامه معنى بې ځايه او له حقيقته ليري ده.
د کندهار ولايت مقام به د ټولو ډيپلوماټيکي اصولو او قوانينو په نظر کي نيولو سره په دې ولايت کي د پاکستان هيواد کونسلګرۍ او د ياد سوي شرکت له مسؤلينو ددې بې ځايه ادعا د خپرولو توضيحات وغواړي.
د PIA شرکت نن له کندهار هوايي ډګر څخه کويټې ته پرواز درلودى چي له هيڅ راز پېښي سره نه ده مخ سوې.