زابل .چارواکی وایی میرمنوته به دکارزمینه برابره کړی

جاويد احمد تنوير | جنوري 9th, 2013


دزابل دوالي ددفتر رئیس غلام سرور رسولي وایی هڅه کوي ترڅو ددي ولایت کونډو اوبی سرپرستو میرمنوته دکارکولو یوداسی ماحول برابرکړي چی له مخي یی دغه میرمني وکولای شی دخپلی کورني لپاره یوه ګوله ډوډي په لاس راوړي هغه دغه ژمني دچهار شنبي په ورځ په هغه غونډه کی وکړي چی پدی موخه دښځو لپاره دخیاظۍ او سیواد زده کړي دکورسونودجوړلوپه موخه جوړشوی وه .سروري وایی اوسمهال یی ګڼ شمیر میرمني پرکار اچول اوغواړي دغه سلسله وغزوي اوپه اطرافي سیموکی هم دښځولپاره دمسلکي زده کړوکورسونه جوړکړي .ښاغلي سروري پدغه ولایت کی دښځو ونډه په دولتي اداروکی کمه وبلل خوزیاته یی کړه دوي کوښښ کوي ترڅو دښځولپاره دکارکولو یوه داسی زمینه برابره کړي چی هغوی وکولای شی په پرتله له ډاره کارکولوته زړه ښه کړي دزابل محلي چارواکي پداسی حال کی ښځوته دکاردزمیني دبرابرولویادونه کوی چی پدغه ولایت لا اوس هم سلګونه میرمني دکورني مشکلاتو له مخي سوال اوفقر کوي .یوشمیر کسان وایی ترڅوچی دولت دخلکو دورځني ژوند دتیرولولپاره ددوامداره کارووزمینه نه وی برابره کړي پداډول کارونودخلکوروان کمزوري ژوند پرمختګ نشی کولای .

Copyright Larawbar 2007-2024