ليونل ميسي څلرم وار د کال ښه لوبغاړى وبلل سو
د ارجنټاين ٢٥ کلن فټبالر ليونل ميسي چي د اروپا په بارسلونا کلب کي لوبېږي، څلرم وار د کال تر ټولو ښه لوبغاړى وبلل سو.
ميسي په ٢٠٠٩، ٢٠١٠ او په ٢٠١١کلونو کي هم د نړۍ تر ټولو ښه فټبالر بلل سوى وو، چي هر وار يې د سرو زرو د ګيند انعام ګټلى وو.
تر ميسي دمخه د برازيل رونالډو او د فرانسې زين الدين زيدان درې – درې واره د کال غوره لوبغاړي بلل سوي دي، خو د ميسي ځانګړتيا دا ده چي څلور کاله پرله پسې ښه لوبغاړى بلل کېږي او لا هم ځوان دئ، چي که خپلو خواريو ته دوام ورکړي ښايي په راتلونکو کلونو کي هم دغه مقام وساتي.
د ميسي په هکله ويل کېږي چي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلى، په کوچنيوالي يې د فټبال سره علاقه درلوده، خو د هډوکو په يوه داسي ناروغي اخته وو چي بدن يې وده نه کوله، کورنۍ يې د علاج پيسې نه درلودې، خو د ښه فټبال په خاطر د بارسلونا کلب د نوموړي د علاج مصارف پر غاړه واخيستل او ناروغي يې جوړه سوه.
د بارسلونا د دې احسان په خاطر ميسي هوډ کړى، چي غيرله بارسلونا څخه به په هيڅ يوه شخصي لوبډله کي لوبه ونکړي.
ليونل ميسي په ٢٠١٢ کال د جرمني لوبغاړي ګيرډ مولر د ٨٥ ګولونو ريکارډ هم مات کړ، چي په ١٩٧٢ کال يې جوړ کړى وو.
ميسي په ٢٠١٢ کال ٩١ ګولونه وهلي، چي د ډېرو ګولونو نوى ريکارډ ټينګ يې کړ، نوموړي ٨١ ګولونه په چپه پښه، اووه په راسته پښه او درې ګولونه په سر وهلي دي.