کور / تازه خبرونه / کندهار:په يوه مياشت کي خصوصي امنيتی کمپنۍ بې وسلې کيږي

کندهار:په يوه مياشت کي خصوصي امنيتی کمپنۍ بې وسلې کيږي

د کندهار ولايت د امنيت شورا نن په اوونيزه امنيتي غونډه کي د خصوصي امنيتي شرکتونو پر فعاليت باندي بحث وکړى او پرېکړه وسوه چي دغه کمپنۍ به د يوې مياشتي په اوږدو کي په مکمله توګه بې وسلې کيږي.
د امنيتي شورا رئيس او کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتني د قطعې مشر او د کندهار امنيه قومندان ته وظيفه وسپارله چي د څلورو اوونيو په ترڅ کي ټولي خصوصي کمپنۍ بې وسلې کړي او راپور يې امنيتي غونډي ته وړاندي کړي.
په ننۍ امنيتي جلسه کي د کندهار امنيه قومندان، د قول اردو قومندان، د پوليسود زون قومندان، د ايساف د سهيلي حوزې قومندان، د ملي امنيت رياست مرستيال، د عامه نظم لواء قومندان او ګڼو نورو افغان او بهرنيو جنرالانو او ډگروالانو برخه اخستې وه.
د امنيت شورا په ننۍ غونډه کي د تيري يک شنبې په ورځ د سپين بولدک ولسوالۍ پر محلي شورا د وسلوالو مخالفينو ظالمانه بريد په کلکو ټکو وغندل سو او شهيدانو ته يې د فردوس جنت او زخميانو ته د عاجلي شفا غوښتنه وسوه.
کندهار والي وويل چي افغان ملي امنيتي ځواکونه بايد له دې ډول پېښو او شتباهاتو زدکړه وکړي او مخالفينو ته ددې چانس ورنکړي چي په راتلونکي کي له ورته تاکتيکونو استفاده وکړي او بې ګناه خلک په شهادت ورسوي.
نوموړي د امنيتي ځواکونو قومندانو ته په خطاب کي وويل چي په ټولو ساحو کي دښمن تعقيب کړي خو په وينا يې چي څومره پرمختګ کيږي تر هغه زيات بايد د شاته په لاس کي سيمو کي د اميت لپاره هڅي زياتي سي.

په کندهار کي د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد په ننۍ غونډه کي وويل چي تېره اوونۍ د مخالفينو د حملو ترڅنګ ددوى پرمختګونه هم ډېر ول چي په ترڅ کي يې د مختلفو محاربوي او تصفيوي عملياتو پرمهال ٤ تنه وسلوال مخالفين وژل سوي، ٦ تنه نور زخميان سوي او څلور نور د مخالفينو سره د لاس لرلو په خاطر نيول سوي دي.
هغه زياته کړه چي مخالفينو په بشپړه توګه ماته منلې او د زوال وخت يې رارسېدلى خو په خبره يې چي هغوى تر اوسه هم په ځينو سيمو کي ماينونه ښخوي چي د ملي اردو ځواکونو په دې برخه کي هم فوق العاده لاسته راوړني درلودې او ٤٧ کړۍ ډول ډول ماينونه يې کشف او خنثى کړي دي.

د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان اڅکزي وويل چي دوى په ښار او ولسوالوي کي د چريکي بريدونو د مخنيوي په موخه يو لړ خاص پلانونه عملي کړي او په نتيجه کي يې ١٤ تنه چريکيان نيول سوي دي.

په ننۍ امنيتي غونډه کي د کندهار هوايي ډګر لوري ته په ځينو مواردو کي د راکټونو د توغولو پر موضوع باندي هم بحث وسو او د شورا د مشر لخوا وظيفه وسپارل سوه چي سرحدي پوليس د ملي اردو او نورو اړوندو اداراتو سره په ګډه کار وکړي چي ډېر ژر ددغه ډول توغونو مخه ونيسي.
په دغه غونډه کي همداراز د کندهار د غورک ولسوالۍ د لاري پر خلاصون خورا اوږد بحث وسو او د ملي پوځ او امنيه قومندانۍ مسؤلينو ته وظيفه وسپاره سوه چي تر راتلونکي غونډي پوري دلاري د خلاصون لپاره پلان کار وکړي او راپور يې وړاندي کړي.