کور / تازه خبرونه / ‏نیمرورښاروالۍ دښارپاکولو اشر پیل کړی دی

‏نیمرورښاروالۍ دښارپاکولو اشر پیل کړی دی

هغه دښار دپاکولو اشر چی نن ددي ولایت په زرنج ښار کی درمپپ جوړ شوی پکی ددی ولایت دوالی، امنیه قوماندان، ښاروال، دبیلابیلوادارو ریسانو، قومی مشرانو ، ځوانانو، ‎ښاریانو او دوکاندارانو برخه اخیستی وي.
 
دښار دپاکوالی ترنامه لاندی داشر پرمهال دنیمروز والی محمدسرورثبات دښاروالی دفعالیتونو څخه ستاینه وکړل او پرخلګو یی ږغ وکړ چی دخپل کور او دوکان مخ په ورځنی ډول پاک کړی چی له ککړی هوا او ناروغیو څخه وژغورل شو.


 
داشر پرمهال دزرنج ښاروال غلام سرور نظری درسنیوسره دخبرو پرمهال درمپپ پروګرام په مټ جوړشوی حشر څخه دمننی ترڅنګ له خلګو څخه غوښتنه وکړل چی دچاپیریال پاکوالی باید خپل ورځنی دود وګرځوی .
ښاغلی ناظری وایی چی دیاد پرورګرام څخه یی موخه په خلګو کی دحشرکولو پخوانی  دود راژوندی کول دی ځکه ددی پروینا پخوا به خلکو دحشر په ډول دیوبل سره په وړیا دول مرسته کول .
نوموړی همداراز وایی چی دښاروالی لخوا څخه په ورځنی ډول دښار کثافات راټولیږی او هغه دښار دباندی په مناسب ځای کی غورځول کیږی، نوموړی پرخلګو ږغ وکړ چی دصفایی مالیات ښاروالی ته پرټاکلی وخت ورکړی ترځو ښاروالی په خپلو خدماتو کی نور زیاتوالی راولی.
 
دښار دپاکوالی دحشر پرمهال ښاریانو دښاروالی سره دهررنګه مرستی کولو ژمنه کول ، دوی وایی چی ښاروالی سره به دخپل توان په انداز مرسته کړی.
دوی وایی چی دینی عالمان باید په مسجدونو کی دپاکوالی په ارزښت وپوهوی.
 
دښاردپاکوالی ترنامه لاندی حشر پداسی حال په نیمروز ولایت کی درمپپ پروګرام له لاری څخه ترسره کیږی چی پدی وروستیو کی دښاروالی او ښاریانو ترمنځ دپخوا په پرتله اتیاسلنه جوړی شوی دي.