کور / تازه خبرونه / دفرانسې جمهور رئيس نکولس سرکوزي د طالبانو …

دفرانسې جمهور رئيس نکولس سرکوزي د طالبانو …

دفرانسى جمهور رئيس نکولس سرکوزى دطالبانو، دايران دولسمشر او دحماس دجهادى ډلى دمشرانو سره دخبروکولو په ډاګه مخالفت کړيدى ده ويلى چې له افغانستان څخه دناټو پوځيانو دبيرته راعوښتلو په صورت کښې به پاکستان له ستروګواښونو سره مخامخ شى دفرانسى په پلازمينه پاريس کښې ديوى ټلويزيونى مرکى په مهال ولسمشر نکولس سرکوزى وويل چې فرانسه به دافغانستان له حکومت سره خپلو مرستو اوهمکاريوته دوام ورکړى او خپل پوځيان به دامهال له افغانستان څخه  بيرته راونه غواړى دفرانسى ولسمشر په خپلو څرګندونو کښې داهم وويل چې له افغانستان څخه دناټو دپوځيانو دبيرته راواپس کولو په صورت کښې به پاکستان له کلک زيان او ګواښ سره مخ شى ډيرۍ افغانان په خپل هېواد کښې دبهرنيو ګډوځواکونو دشته والى غوښتونکى دى.هغوى له طالبانو سره دهر راز خبرواترو مخالفت ښکاره کړى او پدى هيله دى چې له اوسنى ښه حالت څخه بل غوره او ګټورحالت منځته نشى راتلى دفرانسى جمهورئيس دحماس  جهادى ډله ايرانى ولسمشر محمود احمد نژاد داټول بنسټپال او ترهګر بللى او له هغو ى سره ئى هرراز خبرى اترى ردکړيدى.