کور / تازه خبرونه / عوامي نيشنل ګوند : د مردان د بم چاودني پل نه پرېږدو

عوامي نيشنل ګوند : د مردان د بم چاودني پل نه پرېږدو

 عوامي نيشنل ګوند اعلان وکړ چې دمردان دبم چاودنې دپيښې باوجود دخبرواترو لاره نه پريږدي دعوامي نيشنل ګوند مخکښ حاجى عديل دمردان بم چاودنې پيښه په کلکه غندلو سره ويلى دي چې دداسي پيښو برسيره به دخبرواترو لړى دوام ومومي دشخصي ټلويزون سره په خبروکښې ښاغلى عديل زياته کړه چې سرحد حکومت هڅه کوي چې په صوبه کښې امنيت ټينګ کړي ا وددې لپاره دخبرواترو لاره خپله کړل شويده نوموړي زياته کړيده چې دمردان بم چاودنې په پيښه کښې لاس لرونکو ته به سخته سزاورکول شي.