کور / روغتيا / وایرل هیمو ریجک نارو غي یا د کانگو تبه

وایرل هیمو ریجک نارو غي یا د کانگو تبه

Congo-Crimean Or Viral Haemorrhagic Fever

د کانگو ناروغي ډېره بیکاره او ناوړه ناروغي ده.الله جل جلاله دي ټوله مسلمانان افغانان او پښتانه ځیني وساتي.
د کا نگو نارو غي له یو خاص جرم څخه څپورېږي. داسي خلگ میرمني او ماشومان په دې ناروغي اخته کېږي چې هغه له پسو اوغواوو سره تړاو لري.د دې مرض په خپورېدو کښې پو خاص چینجی وراځه بر خه اخلي چې سر یې د غوا اوپسه په پوستوکښي دننه کړی وي او خپل خوراک کوي هم داسي چینجی د نا روغي د خپورولو سبب جو ړېږي اود دې نارو غئ جرم د انسان و وینه ته د انتقال یا ور وړلو سوب جو ړېږي.مال داره خلگ،قصابان،د کورد پسو او غواوو د زېر مي کولو ښځي او ماشومان په دې ناروغي د اخته کېدو زیات امکان لري.
د کانگو جرم چې کله د انسان بدن ته دننه سي.نو لومړۍ درې یا څلور ورځي مريض په ډېره زوروره یخه تبه کښې گیر سي.ټوله بدن او سر یې درد کوي.د مریض ډېر یخ کېږي.پر ملا نسي ولاړېدای.
د مریض سترگي سرې وي.ټوله مخ یې سور سي.ستونئ یې د دننه خوا و پړ سېږي.د دې ورسته د مریض تر پزه،تر خوله او متیازو پر ځای ویني را بهېږي.د مریض سا بندېږي او د ویني فشار یې و لوېږي.
د کانگوله نارغۍ څخه څلوېښت تر شپېتو سلينه مریضان مړه کېږي.
درملنه:
کله چې د کانگو د مرض درک ولگېږي.نو و مریض ته سم دستي د بدن د مالگي د پورا کولو دپاره د مالگي د اوبو گوډي لگېږي.
د ویني کمبود او په وینه کښې د پلیټ لیټس کمي د پوره کولو د پاره سم دستي هڅي کول پکار دي.
په هر شپږ ساعته کښې و مریض ته Virazole Capsules ور کول کېږي.

پاملرنه:
هغه خلگ چې په کور کښې پسونه او غوا وي لري څوک چې مال داري لري،هغه ښځي چې د پسو زېرمه کوي،د هغه کور ماشومان،قصابان و ټولو ته پکار دي.چې د پسو د استو گي ځایونه دي هره ورځ پاکه وي.
کله کله دي د پسو او غواوو د استو گني په ځا یو کښې زار پاشي.د پسو د لمبېدلو خپل زار هم سته.د پسو او غوا وو د بدن و پاکي ته هم پاملرنه پکار ده.
د پسو د زېرمي ورسته خپل لاسونه په سابون پاکول ا وپرېمنځل هم اړین دي.
دکمي ښځي یا نارینه چې په بده کښې پو تازه ټپ وي و هغو ته د ډيري پاملرني اړتيا ده.
ومریض ته د نېړدې کیدو پر مهال پر خوله یو ټوکر تړل (ماسک) پکار وي. د کانگو جرم ډېر ژر د کور و نورو غړو ته انتقال کېږي.
دلته ستونزه داده چې زموږ خلگ غریبان چې کله ناروغه سي.د هغو دپاره په کلو او غرو کښې د علاج د پاره څوک ورځي.هره ناروغي چې وي چې کله ناروغه تر ډاکټره یا تر ښاره رسېږي دلته ډېر وخت تېر سوی وي
زموږپه هیواداو وطن کښې نا روغي په دې ډېره سي چې دلته ډاکټر او بېوسه مریض ډېر سره لیري وي.
دکوچنۍ ناروغي څخه هم دلته انسان اخر په یو لویه او غټه نا روغي اخته کېږي چي زياتره وختونه د مرګ سبب وګرځي.
ددغسي ناروغيو پر مهال ډير ژر د ډاکټر سره مشوره وکړئ .