د وطن مور
تېره شپه چې د بید یا تبجنه غېږه
د نم جنی وږمې غیږی ته لو یدله
دسپوږمۍ دبنفشې په شان نجلۍ وه
چې دهسکو غرو په څوکو نڅېدله
زرین لمرو و دچاغیږکې بیده شوی
ورځی شور اوږوږ دځانه سره وړی
دکیږدیو کتارونه لاړی لاړی
مراندی ښخي نری څوکې اهرام غاړی
دیوچا خوب وو، وستورو ته ختلی
دیوچا خیال سمندر ته وو لویدلی
چا وو ذهن په هیرجن قمار بایللی
دالف و ب تر تورو ها خوا تللی
ځلیدلی یی پيچې وروځی له ځانه
په کوڅو کې په زرونه کهکشانه
مړوندونه یی چڼ،چڼ فراق لوستلې
رخسارونه یی دعمر دیو ځبیښلې
ګونځو شونډو یه دشپو تر خه څکلې
توردسترګویه رنګونه وه هیر کړې
++
بیګا شپه چې سپوږمې سپين غشی ویشتله
دتیا رو لمن یی ورو،ورو ور څیرله
سپینو ستورو دحریر کیسه کوله
داسمان سترګو رانجه پوری کوله
د یوچا ځوانی دوخت غلو وه لوټ کړی
دښکلا و و خزانه یی ځینی وړی
یووخت ښکلی وه، جوهروه رنګینه وه
سپینه ،سپینه ځلیده لکه آینه وه
هم شهۍ وه هم میرمن دمحلونو
هم واکداره وه دښکلو ،ښکلو زړونو
دچاموروه دچا خور لور دباباوه
سر ترنوکو وه ستایلی بی بهاوه
یووخت ناسته په بخمل او اطلسونو
خاص وریښم یی وه تر شا دبالښتونو
هسکه غاړه یی په شانی دبتانو
سره او سپین پری ځنګیدل لکه دپاڼو
سور کمیس یی بلوی اور په( ترکانو)
چڼ پرتوګ یی وو په شان د ( کو شانیا نو)
د پاولو په کڼهار کې ویښیدله
د بنګړو په شرنګهار سجدو ته تلله
اوس وه زوړ څلی ولمرته رژیدله
نوشتویی دباران سره ژړله
++
تیره شپه چې شپيلۍ ورو،ورو ږغیدله
انګازه یی تر افلاکه رسیدله
یوه تیره زمانه یی یادوله
یوه ښکلي یی ستا یله را ستا یله
یو چا وپو ښتل ته څوک یی جادوګري؟
د مکاری دنیاګۍ زړی کوډګری
څه له، څه له؟ دتیارو غیږی ته لویږی
څه له؟څه له؟ دشپو سیورو کې اوسیږی
بوډي وویل: څه وا یی لارویه؟
دلفظونو دادابونه پردیه :
ولی،ولې ؟می څیړی دروح تارونه
ولې،ولې؟ ویښوی بیده دردونه
ګوره زه دحوا لور مور دانسان یم
دنړی ښا یست، دښکلی خالق شان یم
زه سپيځلی دژوندون رڼه چینه یم
په ایمان اوپه تقوا پوره ،پوره یم
ګوره ته هم زما زوی یی زما ښاغلې :
زما ددواړوسترګو تورپه زړه منلې
+++
بیګاه شپه چې سپوږمۍ ورو،ورو را ختله
په نظر دیوه چا چې خوریدله
د یوچا دذهن کړکۍ یی خلا صوله
یو چا ،چاته کیسه داسی اوروله
زه ددغه وطن لوراوموروم دواړه
زما په لاسو کې تدبیراوتقدیرواړه
زما دعا به پاس و عرش و ته ختله
زما نمانځنه به لوی رب (ج) تل قبلوله
نربچې مي په لمن کې لو ییدله
د غیرت اوپت په پیو مې روزله
دآغلو نجونو درس حیا ،حیا وه
پت پا لل غیرت کول ، ښکلی وفاوه
ما ودی وطن ته ور کړه ډیرمیړونه
محلونه،محلونه کتارونه
ما خبری ورښودلی مر غلري
درمرجان،یی کلمی لکه شکری
دښاغلیو اوآغلو ډک کاله کې
ومه ناسته ملکه دهریو زړه کې
چې به زه دکور انګړ کې ګرزید مه
د حیا نه به دګلو پو ټید مه
اوس څه ووایم ؟ چې څه یم اوڅه کیږی
اوف وجوداو زړه مي دواړه نینې کیږی
د وسلود کړچها ره مي ساه خیژی
دآسو د شڼهاره مي تراه کېږی
چې ویرجن ږغونه اورمه په شپوکې
د سهاره تر بیګاه سووزم لمبوکې
د جګړی نه ستړی دښتي کلک،کلک غرونه
زه یی اورم زه یی اورم فر یادونه
داسمان ستوری هم ستاسونه پټیږی
داباران نه دی سپوږمۍ ده چې ژړیږي
ښځی ټوله ستړی شوی په دعا وو
په زګیرویو اوسیلیو اوژړاوو
ټوله میندی هدیروته درومی لا ری
په لمنویی اغزی،اغزی نوکاری
د سپین ږیرومو پګړۍ ریښی ،ریښی دی
په زاریو، ننواتویی شېبی دی
په دعا یی د ورغوو او څنګلونو
ویني وچې شوي د واړو اندامونو
جنګ ته تللي زوی به کله راستنیږي؟
د مږورکۍ دشپی ډیوه مې نه بلیږي
د( تيموره)هم سخت زړی جلادان یاست:
خدایی ته وګوری اولاد دیو انسان یاست
بس ده، بس ده جګړه بس ده مرګ غلام کړی
دژوندون په فلسفه کې یی تمام کړی
ما په فتح کې راوړی ژوند ون ښکلي
زه یم مور دژوند هر ساز مې دې ستایلي
خدایه ج خدایه ج لویه خدایه ج اې نمانځلې:
یه واکداره: د ښا غلونه ښا غلې :
رحم ،رحم،رحم وکړه اي غفاره:
ای رحمانه: ای رحیم پروردګاره:
ټوله یو کړه،ټول روان په یوه لاره
ټول افغان ته هدایت ورکړه باداره
داپه سرووینو تنکي،تنکي ګلونه
دژوندون په چینه پریوله دا میرونه
په دی سور وطن راکوز کړه بارانونه
درحمت د څاڅکو راوله سیندو نه
خدایه ج خدایه ج لویه خدایه ج اې نمانځلې:
يه واکداره : دښاغلو نه ښا غلې
رحم،رحم،رحم وکړه ای غفاره :
ای رحمانه: ای رحیم پروردګاره :
۱۳۹۱ – ۱۱- ۱۷
۲۰۱۳ – ۲ – ۴
پيښور