کور / تازه خبرونه / په سلګونه هزاره له تېرو درېو ورځو د خپلو مړيو سرو ته ناست ماتم کوي.

په سلګونه هزاره له تېرو درېو ورځو د خپلو مړيو سرو ته ناست ماتم کوي.

په کوټه کې د هزاره قبيلې په سلګونه ځوانان ، پېغلې او ماشومان واټونو ته راوتلي، په چاودنو کې د وژل سويو مړي يې پر علمدار سړک ايښي او له تېرو درېو ورځو راهيسې يې په احتجاج او د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړى دى. د تېرې جمعې په شپه د کوټې پر علمدار سړک په چاودنو کې د وژل سويو اتيا تنو د کورنيو غړي وايي چې تر څو د دوى غوښتنې نه وي منل سوې اود کوټې د امنيت چارې پوځ ته په واک کې نه وي ورکړل سوې.



تر هغو به دوى نه خو خپل احتجاج پاى ته ورسوي او نه به هم خپل مړي خارو ته وسپاري. د دوى په وينا په کوټه کې پوليس او ملېشه ځواکونه په امنيت ساتلو کې پاتي راغلي دي ځکه نو د امنيت چاري دي نوري پوځ ته په واک کې ورکړل سي. او د وسله والو پر ضد دي عمليات وسي. په سلګونه هزاره توکمه شعيه مسلمانانو خپل احتجاج ته په داسي وخت کې دوام ورکړى چې په کوټه نه يوازي يخني ډېره زياته ده بلکي وخت ناوخته باران هم اوري . 



په احتجاج کې شريک هزاره ګان له حکومت څخه ناهيلي په ژړاسر دي. د يکشنبې په ورځ د هزاره ګانو د وژنې پر ضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په کوټه کې کاربنديز وو او د ښار ټول کاروباري مرکزونه تړلي وو.



د هزاره ډيموکراتيک ګوند مشر عبدالخالق هزاره او د شعيه علماء شورا وحدت المسلمين مشر علامه سيد هاشم موسوي وايي چې په تېره لسيزه کې تر اته سوه زيات بې ګناه هزاره توکمه شعيه مسلمانان وژل سوي او د روان مېلادي کال له پيل راهيسي په تېرو لسو ورځو کې يې ترسل زيات وګړي د وسله والو په بريدونو کې وژل سوي دي.



د دوى په وينا که کوټه پوځ ته په واک کې ورنه کړل سي، د مذهبي ترهګرو بريدونه به همداسي دوام وکړي. خو بلي خواته صدراعظم راجا پروېز اشرف، دمذهبي چارو وزير خورشيد شاه، د اطلاعاتو وزير قمرزمان قايره او د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان کوټې ته رسېدلى،او صدراعظم د غمجنو کورنيو له غړيو سره خبرې اترې پيل کړي خو تر اوسه کومي نتيجې ته نه دي رسېدلي. ايالتي حکومت د امنيت د ټينګښت په موخه د امنيت چارې له پوليسو په موقتي توګه د يوې مياشتي لپاره ملېشه ځواکونو ته سپارلې دي.



د يادونې وړ ده چې د جمعې په شپه ناوخته د کوټې پر علمدار سړک دوې زوروې چادونې وسوې چې په پايله کې يې د درېو خبريالانو، د خيريه موسسې ايدهي پنځه تنه کارکوونکو او د پوليسو په شمول يوسل څلور تنه ووژل سول او يونيم سل نور ژوبل سول. د بريدونه پړه سني افراطي ډلې لشکرجنګهوي پر غاړه اخيستې وه. http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail