ولسمشر کرزى: د امريکايانو په باب به لويه جرګه پرېکړه وکړي

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جنوري 14th, 2013


د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايانو د پاتېدو په باب به لويه جرګه فيصله وکړي.
ولسمشر کرزي وويل دى په دې هکله د هيڅ راز فيصلې واک اختيار نه لري او نه هم امريکايي عسکرو ته په افغانستان کي مصئونيت ورکولاى سي.
ولسمشر کرزى وايي د پورتينو دواړو موضوعاتو په باره کي به د افغانستان د ټولو اقوامو له استازو څخه جوړه سوې لويه جرګه پرېکړه وکړي.

د امريکا حکومت وايي په ٢٠١٤ کال کي به له افغانستان څخه شاوخوا ٦٦٠٠٠ پوځيان وباسي، خو له لسو څخه تر پنځلس زرو کسانو محدود شمېر پوځيان به د افغان امنيتي ځواکونو د روزني او القاعده پر ضد د عملياتو دپاره پاته سي.
ولسمشر کرزي په يوه خبري کنفرانس کي وويل چي تر ٢٠١٤ کال وروسته به ډېر محدود شمېر امريکايي پوځيان په افغانستان کي پاته سي، لکه په جرمني، ترکيه، جاپان او جنوبي کوريا کي چي دي، خو د ولسمشر کرزي په وينا دا به د يوه تړون پر اساس پاتېږي او شايد له اتو څخه تر نهو مياشتو پوري وخت ونيسي.
ولسمشر کرزى دې تړون ته د لاري هوارولو په خاطر تېره اونۍ امريکا ته په يوه سفر هم تللى وو.

Copyright Larawbar 2007-2024