زابل .ښاروالي دقومي مشرانو کمیټه جوړه کړه .

جاويد احمد تنوير | جنوري 14th, 2013


په زابل کی دښاروالي په مرسته دقومي مشرانو لخوا داغونډه دښاردکثافاتو څخه دخوندیتوب په مخه ترسره شوه .چی پکی ددي ولایت لسګونو قومي مشرانو برخه اخیستي وه .په غونډه کی یوشمیر قومي مشرانو وغوښتل چی درمپپ په مرسته یوه کمیټه جوړه کړي ترڅو دسیمی مشران اوکلیوالوته لارښونه وکړي چی دخپلوکورنوکثافات په یوه خوندي ځای کی واچوي .دښاروالي مسؤلین وایی په پای کی وتوانیده چی دکثافاتو څخه دمخنیوي په موخه یوه تبلیغاتي دسپین ږیروکمیټه جوړه کړي .چارواکی وایی دغه کمیټه مسؤلیت لري چی نوروخلکوته به دکثافاتوپه باره کی لارښونه کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024