کور / هراړخیز / د مهاجرې افسوس

د مهاجرې افسوس

هریپور کیمپ کې اوسېدو.هر کال د اوړي په موسم کې به،د (تربیلا ډیم) دروازې پرانیستل کېدې او د اوبو دماو، به یې تر موږ هم را رسېده. دې اوبو به کیمپ په دوه برخو وویشه او بیا به د لرګیو بیړیو په مټ، تګ راتګ کېده.

تربیلا ډیم (بند)، چې د سندهـ پر دریاب د تربیلا په سیمه کې جوړ شوی، د جوړښت له مخې د نړۍ له سترو خاورینو بندونو څخه ګڼل کېږي.

کله چې به د دې بند دروازې پرانیستل شوې نو اوبه به یې، پر وښو ډکو صحراګانو را تېریدې او ډله ډله ماران به یې ځان سره را مخکې کړي وو.

یو ځل د بیړۍ په څنډه ناست وم، پښه مې اوبوته ښکته کړې وه، ماڼو( بیړۍ چلوونکي) را پام شو، په غوسه یې وویل:اجل دې راغلی؟ اوس به دې کوم مار وخوري.

که ماران له یوې خوا خطرناک وو، نو له بلې خوا موږ کوچنیانو ته د ساعت تیرۍ، یوه ذریعه هم وه.

مارانو به سرونه هسک نیولي وو، موږ به له وچې د غولکې (لیندۍ) وار پرې وکړ او بیا به یې ځانونه ورک کړل.لږ وروسته به یې بیا، بل ځای سرونه را پورته کړل.

په هریپور کې مو لومړۍ شپې ورځې وې او دا هغه وخت و چې اوبه زموږ د خټینو دیوالونو تر بیخونو را رسېدلې وې. موږ کور پريښود او لږ پورته را کډه شوو.

دا وخت به له ماښامه وروسته، خلک د مارانو له ویرې ډېر په احتیاط ګرځېدل.خطره خو ځکه ډېره وه چې د مهاجرو ژوند په خیمو کې وو او خیمې داسې وې، لکه زموږ اوسنی هیواد، چې هر څوک ورته پرته له پوښتنې ځي او را ځي. د حشراتو ننوتل او هغه هم د مارانو، ورته ډېر اسانه و.

یوه شپه له موږ څو خیمې وړاندې، شور شو. چیغې شوې،ژړا ګانې شوې. مشران لاړل او بیا موږ سبا له کیسې خبر شوو او هغه کیسه داسې وه:

دې کور(خیمې) ته د یوې مېرمنې ورور، له څوکلن ځنډ وروسته، له ایرانه راغلی و. خیمه کې یو کټ و. خور یې ډېر ورته ویلي و چې ماران دي، کټ کې څمله! خو هغه نه وه منلې او له ځانه یې خور د کټ مستحقه بللې وه. نیمه شپه ځوان چیغه کړې وه او بیا چې خور یې رڼا بلوله، نو خولې ته یې ځګونه راغلي وو. خور یې دا هم ویل چې یو تور اوږد مار و، چې زما په ژړا له خیمې ووت .

سهار چې یې خیمې ته لاړو، نو په کټ کې بې ساه جسد پروت و او خور یې پر بازو ورته سر ایښی و. کله چې به نوي څوک راغلل، نو مېرمنې به په ژړا کې همدا ویل:

که خپل وطن کې وی ولې به مې ګل غوندې ورور مار چیچه؟

مېرمنې وطن پسې ډېرې سوې ساندې کولې او د دې غم ټول لامل یې همدا له وطنه لرې والی او مهاجرت ګاڼه.

موږ په هغه ځای کې څلور پنځه میاشتې پاتې شوو، خو په دې موده کې مو د ځوانیمرګۍ همدا یو خبر درلود.

له هغه وخته دادی شاوخوا درې لسیزي تیریږي، شاید هغه خور هم اوس خپل وطن ته راغلي وي او په خپله خاوره وي.

خو شاید اوس ور ته هغه د مهاجرت افسوس بېځایه ښکاره شوی وي. شاید اوس هغه د مهاجرت په دور پسې ارمانونه وکړي. او شاید هره ورځ د ځوانانو د جنازو په لیدلو په چیغو چیغو ووايي:

که خپلې خونړۍ خاورې ته نه وای راغلي، ولې به موځوانان قتلیدل؟ ولې به مو هره ورځ پر اوږو جنازې بار وې؟ ولې به مو هره ورځ په انګړونوکې سوې ساندې وې؟او ولې…

شاید، هغې ته اوس هغه تور مار هم د وطن له قاتلانو زړه خوږی ښکاره شوی وي او شاید هغه اوس ځان سره ووایي:

هغه مار زما په ژړا له خیمې ووت او پر بل چا یې حمله ونه کړه. خو دلته میندې ژاړي، خویندې ژاړي، ماشومان ژاړي، بوډاګان ژاړي او … ټول ژاړي، خو قاتلان له ځایه هم نه خوځي. هماغه شان ګوته په ماشه ولاړ دي او هره شیبه تازه تازه قتلونه کوي.

خدایه! موږ ډېر ژړلي، نور مو په چیغو کې اثر نه ده پاتې. نور مو چیغې د هیچا زړه نشي نرمولی، نور مو چیغې هم څوک له قتله نشي را ګرځولې.

لویه خدایه! عذر در ته کوو، زاري درته کوو، له دې دوو دعاګانو خو یوه قبوله کړه:

یا مو ژړا کې هماغه اثر پیدا کړه چې په اورېدو یې حتی قاتل ماران ځوړند سر تښتېدل.

او

یا مو:

د وژونکیو زړونه نرم کړه، چې نور مو ونه وژني او نور مو له خپلې خاورې څخه د مهاجرت په ارمان نه کړي!

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د ۱۳۹۱کال د مرغومي ۱۴مه