کور / ترخې خبري / د تنګي پېښه او عجیب قضاوت!

د تنګي پېښه او عجیب قضاوت!

په ډلیيز ډول د ملکي وګړو وژل کېدل راته عادي ګرځېدلې هره ورځ د همداسې یو خبر د اورېدو شاهد یو ، داسې ورځ به نه وي، چې د افغانستان له یوې سیمې نه د جنګ د ښکېلو غاړو له لوري د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبرونه را ونه رسیږي، له عادي افغان نه نيولې تر ولسمشره له ټول ملت لاره ورکه ده، چې څه وکړي، چاته غږ پورته کړي له چا مرسته وغواړي او له چا هیله وکړي.
ولسمشر د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې د یو امریکايي عسکر له لوري د ۱۶ ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې وویل «که دا ډول پېښه تکرار شي نو دی به بهرنیو ځواکونو ته اشغالګر ځواکونو ووایي او بهرنیانو ته بیا ښه معلومه ده، چې افغانان له اشغالګرو سره څه ډول چلند کوي» خو نه هغه پېښه ورستی شوه او نه هم بهرني ځواکونه اشغالګر شول.
د ولسمشر په ګډون د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او وزیرانو شورا غړو هیچا هم د پنجوايي د قربانیانو د یو پاتې شوې کس د ولې؟ ځواب ورنشوای کړی، د فراه، هلمند، ارزګان او نورو سیمو د بې ګناه قربانیانو خو لا غږ هم تر ولسمشره ندی رسېدلی د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د تنګي درې په ورستی پېښه کې یوځل بیا د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان بې ګناه ملکې وګړي په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ووژل شول، چې خلک د سهار د لمانځه لپاره په جومات کې سره راټول وو خو تېر ته په کتو دا به هم نه ورستی پېښه شي او نه به یې پر وړاندې کوم جدي غبرګون وښودل شي.
د تنګي د پېښې عجیبه داده چې ناټو وايي چې دوی هیڅ هوايي برید نه دی کړی، یواځې یې له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات کړي چې ۴ وسله وال مخالیفن یو ایساف عسکر او یو افغان سرتیری په کې وژل شوي؛ د والي ویاند بیا وايي چې هوايي برید هم شوی خو ملکي وګړي هغه وخت وژل شوي چې تر خاورو لاندې د طالبانو ماینونه ورچاودلي، خو که پرته له هیڅ ثبوت منطق ته رجوع وکړو دا څنګه ماینونه وو چې ښځې او ماشومان یې له کورونو را ایستل او ځان ته یې راکش کول او وژل یې؟ دا څنګه ماینونه وو چې له آسمان نه په بامونو را لویدل ماین له ځمکې چوي خو دا په هوا کې ځای پرځای شوي وو؟ په سیمه کې زرګونه خلک میشت دي دې ټولو هیڅ ندي لیدلي، دوی ټول دروغ وايي؟ مړي له خاور را وایستل شول قبرونه ورته وکیندل شول خښ شول د هر څه ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول دا ټول درواغ دي یو د ایساف یو خبرپاڼه ریښتیا ده؟
عجیب قضاوت! خلک یې هم ومني او ځېنې رسنۍ هم همدا خبرپاڼې خپروي، په حقیقت پسې سر نه خوږوي او خپل مسئولیت ته په بې رحمۍ شا کوي؛ د سیمې اوسیدونکي وايي، چې له هوايي بریدونو سربېره بهرني ځواکونه د خلکو کورونو ته ورغلي او په ډزو یې خلک وژلي جومات په بشپړ ډول بمونو نړولی او ورته نژدي یو کور هم ویجاړ شوی، خو دا خبره څوک نه اوري او نه هم باور پرې کوي.
طالبانو ومنله چې په برید کې ددوی دوه ملګري وژل شوي نور ټول ملکي وګړي دي، دا په دې دلالت کوي چې دوی ملکي وګړي د سپر او کورونه یې د سنګر په توګه کاروي او وژل کیږي هم ځکه چې ګناه یې کړې.
د روان جنګ ټولې ښکېلې غاړې د ملکي وژنو پړه تل پر یو او بل اچوي که څه هم عاملین یې ټولو ته معلوم وي خو څوک ورته له خولې غږ نشي ایستلی.
تنګی یو بیلګه او هغه دره ده چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د مرګونو کرښه نوم ورکړ، په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې په یو ځل تر ټولو ډیر بهرني عسکر د چینوک ډوله چورلکې په راغورځېدو کې چې شپني عملیات یې کول په همدې دره کې ووژل شول نو له تنګي درې سره د بهرنیانو لویه دښمني او تربګني پاته ده او غواړي خپل غچ په همداسې ملکي وژنو ترې واخلي.
چاراوکي به ترکومه په داسې وژنو پټه خوله وي تر کله به بې غبرګونه او بې ځوابه ناست وي؟ که له بهرنیانو سره یې د ملکي وګړو د وژنې په صورت کې د هغوی د نه محاکمې د ضمانت تړونونه لاسلیک کړي وي هغه د یواځې پر ځان عملي کړي، که له ترهګرۍ سره مبارزې ته یې را غوښتې وي نو د ترهګرو کور ته د ورشي، که د خپلو جیبونو لپاره یې را غوښتي وو خو ډک شول؛ نور باید ددې وژنو عاملین محاکمې ته راکاږل شي او د خپل عمل سزا وویني؛ اوس دا مسئله له دې وتلي، چې ولس په څو اوښکو تویولو وغولول شي، مخنیوي ته يې کلک عزم او ملي تصمیم پکار دی او نور افغان ولس دې دا ډول بد بختۍ او ویرونه نشي زغملای.