کور / سپورټي / د اتصالاتو شرکت په همکاري واليبال سيالۍ پيل سوې

د اتصالاتو شرکت په همکاري واليبال سيالۍ پيل سوې

د افغانستان اتصالات د افغانستان د والیبال فدراسیون سره په ګډه همکارۍ د ختیځ زون د والیبال سیالۍ پيل کړې . دغه سیالي د جنوري په ۱۴ مه نیټه په جلال آباد کې د جلال اباد، لغمان او کونړ ولایتونو د ټیمونو په ګډون سره پیل شوې. دغه لوبې ددې له امله په لاره واچول شوې ترڅو د ختیځ زون څخه په کابل کې د مارچ میاشتې کیدونکې سیالی لپاره لوبډله وټاکي.

په شاهي باغ لوبغالي کې د ۵ ورځنیو سیالیو په لومړۍ ورځ د دوشنبې په ورځ معارف لوبډلې د سپین غر لوبډلې په وړاندې او لغمان Aلوبډلې د لغمان B لوبډلې په وړاندې خپل بخت وازمایه.
د افغانستان د والیبال فدراسیون مشر ښاغلي یونس وویل، مونږ د ټورنمنټ لوبې ډیر ښه پیل درلود لوبډلې ډیر ښه او غوره تمرینونه کړي وو او راتلونکي سیالۍ به هم تردې ډیرې جالبې وي. نوموړي وړاندې وویل؛ د دا ډول سیالیو په لاره اچول نویو ځوانانو ته لاره هواوري ترڅو افغانستان کې د لوبو په ډګر کې د یوه غوره لوبغاړی په توګه خپل ځان ټولنې ته وروپیژني. زه غواړم له اتصالات څخه د لوبو او په ځانګړي ډول د والیبال سره د دوی له هر اړخیزې همکارۍ څخه نړۍ مننه وکړم او ډیر خوښ یو، چې اتصالات په افغانستان کې د لوبو پرمختګ او پراختیا لپاره هڅې کوي.

والیبال په افغانستان کې یوه مشهوره غوړیدلې لوبه ده، له دې لوبو سره د خلکو بې کچې مینه دا لوبه په ټول هیواد کې ډیره مشهوره کړیده. په هر ښار او هر کلي کې د والیبال لوبغالي دي چې دغه ځای کې ولسي لوبډلې په اساسي ډول لوبې ترسره کوي. بل لوري ته د هیواد په ځینو برخو کې دا لوبه د افغانانو ترمینځ په ځانګړو رخصتیو او میلو کې هم کیږي لکه نوی کال او یا هم د اختر ورځې.

د افغانستان اتصالات د تیر یو کال راهیسې د افغانستان د والیبال فدراسیون رسمي تمویلوونکی دی. همدارنګه د بایسکل سواري د فدراسیون سره هم رسمي همکاري لری. د وزلوبې د فدراسیون او د کرکټ بورډ سره بیا له اوږد مهال رسمي همکاري لري او ملاتړي یې دي. ددې ترڅنګ اتصالات په نورو برخو لکه ښوونه او روزنه، روغتیا او ټولنیزو ښیګنو کې هم په ډیره پراخه توګه ونډه اخلي او مرسته ورسره کوي.