کور / تازه خبرونه / كندهار: تورلست، نور د مخالفينو بهانه نسي کېداى

كندهار: تورلست، نور د مخالفينو بهانه نسي کېداى

د سولي د عالي شورا د دالانشاء رئيس محمد معصوم ستانکزي نن چهار شنبه په کندهار کي د امنيتي او ملکي مسؤلينو سره تر ليدني وروسته په خبري غونډه کي وويل چي د سولي په برخه کي دولت خپل مسؤليت ادا کړى او ددې وخت راغلى چي مخالفين هم خپله ونډه سرته ورسوي او تور لست د بهانې په توګه ونه کاروي.
هغه زياته کړه چي د افغان طالبانو استازو په دې وروستيو کي مختلفو هيوادونو ته د سياسي روغي جوړي پر لارو چارو د خبرو لپاره سفرونه کړي چي دا د هغوى د ازادۍ په معنى ده او په هيڅ توګه د تور لست خبره او سياسي بنديز وجود نه لري.
نوموړي چي له کندهار والي سره يې يو ځاى د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي، امريکا ته د افغان جمهور رئيس د وروستي سفر د لاسته راوړنو او د سولي په متعلق د دواړو هيوادونو د خبرو د نتايجو په اړه توضيحات ورکول وويل چي د سياسي بهير او سولي ته د مخالفينو د راستنېدو په هڅو کي به منطقوي همکارۍ کيږي.
ستانکزي زياته کړه چي د وسلوالو طالبانو لپاره به، په قطر کي د دفتر پرانستنه هم د افغان دولت په خوښه وي او د ملي مصالحې په ترڅ کي به د تيرو لسو کلونو پرمختګونه په نظر کي نيول کيږي او ورته د هر راز صدمې رسېدلو مخه به نيوله کيږي.
هغه همداراز وويل چي د سولي په پروسه کي هيڅ راز معامله نه کيږي، افغانستان به د مختلفو ډلو لخوا نه وېشل کيږي او په هيڅ صورت سره به تېر حالت ته ولاړ نه سي چي له نړيوالو سره يې اړيکي قطع نه وې او په يوه بنده کوڅه کي راګېر وو.
نوموړي زياته کړه چي په کندهار کي اساسي تغير راغلى چي ورسره د خلکو روحيې ښه سوي او په پايله کي يې پر دولت باندي د خلکو باور زيات سوى چي دا ټول د سولې پروسې لپاره، يو نوى باب پرانيزي او د کندهار اهميت ته په کتو چي ښه او بد يې پر ټول هيواد باندي تاثير کوي، دلته د بنسټيزو کارونو لپاره مناسب وخت معلوميږي.