دکندهار برېښنا

د لراوبر اداره | جنوري 17th, 2013


فکر کوم اوس ټولوکندهاریانوته د لمرپه څیرروښانه خبره ده چي دکندهار برېښنا ولي نه جوړیږي.


دولتي چارواکي، خارجیان،عام ولس متفاوت نظریات لري.راځئ چي د حمید مومند په دې دوه بیته سره خپل بحث ته ادامه ورکړو.


دا نیمګړې هېچا نه ده پوره کړې
تر برېښنا يې زیاته نه ده بقاهېڅ


برېښنا یا برق هغه ستر نعمت دی چي د ژوندي مخلوق د ژوندون په تقریبآ ډیرو ساحو کښي ځلېدلي ده. برېښنا زموږ د ژوند مېنه روښانه کوي.غذا راته پخوي،کمپیوټر راته روښانه کوي،ټلوېزیون او داسي نورسامان الات.


برېښنا د بیټری په وسیله زموږ عراده جات د خوځښت په حال کښي ساتي،برېښنا څیراغونه ځلوي ترڅو موږ خپله تیاره لاره ووینو.


ایا موږ کله دې ته فکر کړی دی موږ چي سهار خپل دفتر،مکتب،کور یا د اپارتمان په لورحرکت کوو نو د څومره برېښنایي سامان څخه ګټه پورته کوو.لیکن بیا هم برېښنا څه شی ده؟د کم ځای څخه سرچينه اخلي؟او څنګه يې باید استعمال کړو؟


د قدر وړ لوستونکو چي موضوع بل طرف ته مخه ونکړي چي برېښنا څه شی ده اتوم،نیوټرون،پروټون بیا څه دي؟، چي دا خورا ډیر او مفصل بحث ته اړتیا لري.


اوس راځو د کندهار د برېښنا حالت ته.


کندهارولایت چي د افغانستان دوهم ډیر مهم او د تقریبآ (۵۱۲۲۰۰)نفوسوپه لرلو(البته دا احصائيه د ۲۰۱۱ع کال په جریان کښي د کلیو اوپراختیاوزارت له لوري دملګروملتو دمرستي هيت په ګډه هڅه ورکړل شوې ده) دهیواد سهیل کښي پروت ولایت دی.دا دپښتنو ټاټوبی چي د تیرو(۲۰۰)کالو راپدې خوا د ټول هيواد په چارو کي بنسټيز سياسي اغېز لري خو اوس برېښنا نه لري.


دغه ښار چي موږ يې کله ناکله په خپلو ادبي او کلتوري کلماتو کښي د سکندر اعظم د ښار په نامه یادوو برېښنا نه لري.


دا هغه ښار دی چي امپراتورانو خپل جنګیالي په دې خاطر جنګول چي یو سټراټیجیک موقیعت لري، د تجارت په لحاظ د جنوبي،مرکزي او غربي اسیا سره پرته کرښه ده برېښنا نه لري.او دا تاریخي ښار چي د میلاد مخکښي په (۳۳۰)کال کښي په وجود راغلی دی اوس د برېښنا د نستوالي له امله توره تياره دی.


اوس به هرومرو دا سوال د هر لوستونکي په ذهن کښي ور ګرځي چي ریشتیا هم ولي دا د دومره زوړ تاریخ درلودونکي او مهم ښاربرېښنا نه لري؟


علتونه يې خورا ډیر دي خو تر ټولو مهم يې په لاندي ډول دي:


اول:د اوبو او برېښنا وزارت د کندهار برېښنا ته پاملرنه نده کړې.


دوهم:د کندهار د برېښنا په ریاست کښي په لوړه کچه فساد،بيغوري او د ښه سیسم نشتوالی.


که چیري زما سره موافق نه یاست د مهربانۍ لمخي د عینو مېني د عصري ښارګوټي د برېښنا څانګي ته سر ور ښکاره کړئ.



دا څانګه د عصري اوفعاله وسایطو په لرلو سره داسي ښکاري لکه د لویو لارو یو خیرن او کثیف میلمستون ته چي تشریف وروړئ.


برېښناچیان يې په مختلفو پلمو ځان د نوموړي ښارګوټي د اوسیدونکو د عرایضو څخه په واټن کښي ساتي وايي : دا زما کار نه دی،بیا سبا راسه،اوس ناوخته دی،او دا کار د برېښنا په تجارتي شرکت اړه لري.


درنودوستانو او ګرانو لوستونکو!


اوس نو تاسو فکر وکړئ چي « دا په موږ پوري اړه نه لري» ریاست او څانګي به څرنګه دهغو هیوادوالو چوپړ ته زړه ښه کړي چي له یوې خوا يې د نالوستو کسانو شمېره تر لوستو زياته ده او له بله اړخه غریب او بېچاره دي.شاید و هغو ته په دې هیله زړه ښه کړي چي فساد ته لاره هواره کړي.


په یاده څانګه کښي به په سپینه ورځ  لاره ځني ورکيږي ځکه چي پر هېڅ اطاق لږ تر لږه پر يوه ټوټه کاغذ ددې شعبو نومونه نه تر سترګوکیږي چي دا د ریس،معاون او که د عادي پرسونل اطاق دی.


هغه تیل چي د خارجیانو دخوا د برېښنا ریاست ته ورکول کیږي په بي احتیاطۍ او بي غورۍ مصرف کیږي او اوس چي د مرکز او ریاست تر منځ کومه ستونزه د تیلو پر سر راپیدا سوې ده،په نتیجه کښي يې د برېښنا په بيلونو کي دلګښت اندازه تر داسي کچي لوړه سوېده  چي ټول ښاریان يې اوس په تحویلیدوکښي زړه نازړه دي.


د کندهار اداره چي هم په دې موضوع پوه دی او هم يې مسؤلیت دی نوموړې ستونزه نه حلوي ،بلکي د دولتي رسنۍ د لاري اعلانون کوي چي خپل د برېښنا بیلونه پر ټاکلي وخت تحویل کړئ کنه نو برېښنا مزي به يې قطع سي بیا حق د شکایت نه لري.


 چي نه مو دولت ستونزي حلوي نه مو یاد ریاست،نود چاسره به خپل فریاد او درد شریکوو.


لوی څښتن دي پر موږ او تاسو ورحمیږي.


موږ هغه وخت د یو پر مخ تللي،ښېرازه اومترقي ښار څښتنان کیدای سو چي یودبل په ستونزو او کړاونوځان خبراو د حل لاري چاري يې وسنجوو.


په پای کښي د کندهار د ادارې څخه هیله لرم چي پر ټولو دولتي ادارو داسي یوه د څار او نظارت ټیم استخدام کړي چي هره اوونۍ د یادو ادارو راپور و (پي ډي سي)غونډي ته وړاني کړي.


د روښانه او ځلیدلي کندهار په هیله.

Copyright Larawbar 2007-2024