د زرنج ښاروالۍ سره د لويو کثافات دانيو مرسته وسوه

د لراوبر اداره | جنوري 15th, 2013


دنیمروزولایت زرنج ښار ښاروال غلام سرور نظری په خپلو خبرو کی درسنییو سره وویل چی درمپپ پروګرام لخوا څخه ورسره یوسل پنځه ویشت (۱۲۵)دانی لویی فلزی کثافت دانيانی دښاروالي سره مرسته وشولی.
نوموړی په خپلو خبرو کی درمپپ پروګرامونه څخه دستاینی ترځنګ وویل چی یادی کثافت دانیانی به دښار په بیلابیلو برخو کی وویشل شی ترځو دښار کثافات په یادو کثافت دانیانو کی واچول شی او دښار څخه به دیومنظم پلان لمخی دکرین ټرک موټر په واسطه دښار دباندی دکثافاتوداچوني په ځای واچول شی ترځو دښارچاپیریال مو پاک او خلګ مو دبیلو ناروغیو څخه وژغورل شی.
 
نظری همداراز وایی چی دخلګو دپاره یی درمپپ پروګرام په مټ دعامه پوهاوی پروګرامونه پلی کړی چی دښار دکثافاتو په راټولو، دچاپیریال په پاک ساتلو او دعامه اشر کولو یی ښاریان پوه کړی چی دچاپیریال پاک ساتل دخلکو ژوند دخطر څخه ساتی.
 
دښاروال په خبره چی ډیر ژر به دکثافات دانیو دپورته کولو دپاره درمپپ په مرسته یو کرین ټرک  موټر واخلی او دښار ټولی کثافت دانیانی به په ورځنی ډول دکسافاتو څخه خالی کیږی.
 
پرهمدی مهال ښاریانو په ښآر کی دکثافت دانیو په ویشلو سره خوښ بریښی او له ښاروالي څخه غوښتنه کوی چی دښار بیلابیلی برخی  دکثافاتو څخه ډکی دی او باید ښاروالی یی په اړه جدی اقدام وکړی.
 
درمپپ پروګرام له لوری څخه په ښار کی کثافت داني پداسی حال ښاروالی ته ورکول کیږی چی ځوورځی وړاندی پدی ولایت کی دښاروالي له لوری څخه ځلورورځنی اشرترسره شو. 
 
 
 

Copyright Larawbar 2007-2024