د پښتون ولس او افغان ملي دولتونو ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه(۵)
( پنځمه او ورستي برخه )
۱۲ . د نوي خپلواک افغان ملي دولت ملت جوړونه او لراوبر ویشلي دولتي ولس
دنولس سوه نولسموکالونوڅخه تر دویمي نړیوالې جګړې پوري په ګرده نړۍ کې پنځه څلویشت خپلواکو هیوادو د ملګروملتونو غړېتوب ترلاسه کړي وو . خپلواک افغانستان یو له دغو خپلواکوهیوادنوڅخه وو. دکاغذپر مخ ډیورنډ کرښې په ویستلو سره دستر پښتون دولتي ولس ویشل، د اماني نوي خپلواک افغان ملي دولت برخلیک،دلوی افغانستان دملي دولت پولې د هغه مهال د انګریزي او روسي ارو پایې ښکیلاکګرو زبرځواکو لخوا د لویي لوبي په ترڅ کې دستر افغان ولس پرضد پریکړې شوي دي .
د اروپایې ښکیلاکګرو ځواکونو لخوا د نړۍ په ډیر شمیر هیوادنوکې دولتي پولې کرښې،په خپل سر،په زور ،په ناحقه او په ډیر سپین سترګتوب سره ویستلي شوې دي . دریمه نړۍ کې کرښې یاسرحدي پولې دلویدیځ په کولونیالیستي سیاست او تاریخ کې تر ټولو بدترین پسټ کولونیال میراث دی . ښکیلاکګرو ځواکونو په دریمه نړۍ کې د خپلواکو ولسونو ترمنځ پولې،کرښې دنړۍ د ټولومنل شویو نورمونو،قوانیونوخلاف په ظالمانه توګه قصدآ تحمیل او ویستل شوي دي . دلویدیځ استعمار ي توري پولې او لیکې هغه خپلواک ولسونه سره ویشي یا له یوبل څخه پرېکوي چې یو تن او یو وجود دي . دغه استعمار ي نا روا پولې هغه ولسونه فکرآ سختدریځه کوي ،جګړو ته مجبوري او تر سیاسي فشار لاندې راولي چې دبیرته یووالي لپاره مبارزه کوي . دغه استعماري کرښې دولسونو جغرافیايي،قومي،مذهبي،تاریخي او حقوقي اړیکو ته هېچ پام نه کوي .کولونیالیستي کرښې دولسونواو دولتونو ترمنځ تل د جګړو اوکورنیو جګړو لاملونه ګرځیدلي دي . په دریمه نړۍ کې استعماريکرښې د دې لامل هم شوي چې دتیوري اوعمل ترمنځه لیواني،حیرانوونکې، غیرانساني نه منوونکې بیړنې حالات رامنځته کړي . د بین الدول نړیوال منل شوي نورمونه او قوانین د پولو په دغه حقوقي دولتي شخړو کې ډیر لږ ارزښت لري .
د دریمي نړۍ ټولې تیوریکې شننیزه،څیړنیزه سیاسي لیکنې د لویدیځ دښکیلاکګر سیاست په وړاندي د کرکې له شعارونوڅخه ډکې لیکنې دي . نن استعماري کرښې د شلمې پیړۍ دسیاسي بحثونو، شننواو خبري سرویسونوسرټکي جوړوي . سره له دې د نن ورځ په ولسواکه نړۍ کې دویشلوشویو مظلومو ولسونو د خودارادیت حقوق،مبارزې، شعاورنه او غږ نه اوریدل کیږي .
د بین الدول په قوانینوکې د نړۍ ټول حقوقپوهان په دې اصل باندې توافق لري چې دولسونو د خود ارادیت حق یا رښته یوه مهمه حتمي او منل شوي نړیواله حقوقي قاعده ده .
دا به ډیره ګرانه وي چې په نړۍ کې ټولې سرحدي شخړي او جګړې وګڼل شي . نن په نړۍ کې د دولتونو ترمنځ داستعماري تور سیاستونو له امله اټکل شپیته نه حل شوي پولیزه یا سرحدي کړکیچونه شتون لري . سره له دې چې پرسرحدي کړکیچونو باندې د جګړو وخت پای ته رسیدلي نه دی . ډیر هیوادونه خپل سرحدي کړکیچونه مخکې له دې چې جګړې پیل شي،دخبرو اترو،دسولیزحل له لاري،دیو منځګړ ي جرګګې یا پلاوي لخوا او یا د دڼهاګ په نړیواله محکمه کې د یوي دولتي حقوقي دوعوي له لاري حل او فصل کوي .
نن سرحدي کړکیچونه اکثرآ د دوو هیوادونو ترمنځ په مستقیم ډول د یوحقوقي تړون له لاري هم حل اوفصل کیږي . دساري په توګه په ۱۹۹۶ کال کې یوه کلاسیکه نړیواله سرحدي قضیه د روس او چیندولتونو ترمنځه د۳۶۴۵ کیلومتره اوږد سرحدپه اړه یودولتي تړون لاسلیک کړل شو. دغې دولتي تړون دلسګونو کلونوڅخه راهیسې یو ګواښمن جګړیز کړکیچ ته د پای ټکي کیښود. اوس ورو ورو ډیر هیوادونه خپل سرحدي کړکیچونه د ډیر وخت لګیدو او مالې لګښتونو سره سره د دڼهاګ نړیوالې محکمه ته راجع کوي . دافغانستان راتلونکې ملي خپلواکه دولت ته د ډیورنډ تاریخي کړکیچ دحل په اړه د ډنهاګ نړیوالې محکمي لاره هم خلاصه ده .
یو خپلواک ملي دولت تل هڅه کوي ،خپله ځمکنې بشپړتیا ،کورنې ملي امنیت او ملي کولتوري هویت د سرحدي پولې له لاري جوت کړي تر څو پر خپلو سرحدې سیمو باندې کنټرول تر لاسه کړي . ملي دولتونه ددې هڅه هم کوي ،چې خپل دریګوني ځواک ،ځمکنې بشپړتیا،ملي حاکمیت اوملي خپلواکۍ پر خپله ټوله دولتي خاوره، سمندر اودهیواد فضایي حریم کې هم وغځوي . په نړیواله کچه پیژندل شوي دولتي پولې د یوولس د ملي پیژندلپاره یوه خورا مهمه منلي شوي موضوع ده .
افغانستان کې استعماري زبر ځواکونو د خپلو سیاسي ستراتیجکې ګټواو پوځې یرغلونو له امله د ملت جوړونې پروسه هم ډیره سخته ټکنۍ اوزیانمنه کړي ده . دوی دافغان ملت دملت جوړونې پروسه په مسلسل ډول له خنډ او ځنډسره مخامخ کړي ده . له همدې امله په افغانستان کې افغان ولس اوسیاسي چارواکو ونشوي کړي ،د ملت جوړونې تاریخي، طبعيي، معیاري منل شوي پړوونه ووهي .
افغانستان کې د دولت او ټولنې هویت افغان یا افغانیت دی . افغانستان له څولسیزو څخه د ملت جوړونې، ملي دولت او ملي هویت د جوړولو له بحران سره لاس او ګریوان هیواد دی . ملي پیژند یاهویت او ژبني جوړښت له یوبل سره ټینګ تړلي دي . د افغان ملي دولتونو یوه بنسټزه ملي ستونزه دا هم ده چې د حکومت سیاسي رسمي ژبه یوه او د افغان ملي دولت ملي ژبه او رسمي ملي ژبه بله ده .
افغانستان کې د ملي هویت او د یوې ملي ژبې د جوړیدو هڅې د اماني ملي دولت له دورې څخه پیل شوي دي .
دافغان دولتي حقوقوپوهانو،سیاسي چارواکو او روڼ اندو کارپوهانو په کړویو کې له ډیره مودې څخه دغه فکر برلاسي دی، چې افغانستان کې یو ملي دولت پرته له یو متحد یو موتي دولتي ولس څخه نشي رامنخته کیدي اود ملي دولت او دولتي ولس ترمنځ د ولسي یووالې تړون ډیر اړین دی . دولت او دولتي ولس باید یو ګد ملي پیژند یا هویت ولري . د دولت او دولتي ولس ترمنځه یووالې د دولتي ولس سیاسي اراده او فکرونه په ریښتیاسره په عمل کې په واقعیت بدلوي شي. دولتي ولس د ملي دولت په چوکاټ کې خپله ځانګړي سیاسي، ملي ویښتیا،روښانتیا ترلاسه کوي . افغانستان کې یواځيدولتي ولس یو ولسي دولت رامنځ ته کولي شي . ملي دولت هغه دولت ته ویل کیږي چې د دولت ټول یا اکثریت وګړې د یو واحد ولس څخه وي .په بله وینا، ملي دولت باید یو دولت جوړونکې ولس یا دولت وړونکې ولس لري . په همدې وجه افغانستان کې دملیګرا کړیو لخوا د لراوبر دولتي ولس دبیا یووالي پالیسي د ملي دولت د اجنډا په سر کې لیکلي کیږي . ملت یو کلوپ دی چې سړی دد زیږیدو سره او یاسړی دکلوپ دشاملو غړیو لخوا په کلوپ کې غړیتوب ترلاسه کوي .
ملي دولت د یوې ټولنې له ټولو وګړو څخه جوړیږي چې په کې ژوند کوي . د دولت په چوکاټ کې د وګړو یووالي کوم چې ځان دیوي سیاسي ټولنې خاوندان بولي، ملت جوړوي .دهمدې امله دملت او دولت هویت دسیاست مرکزي ټکي او موخه ګرځیدلي ده . افغانستان کې دولسي وګړو دملي پوهاوي ،د سیاسي ارادې ویښتیا ،روښانتیا اوملي یووالي کچې دجګیدو له امله نن افغانان یو ځواکمنملي مرکزي دولت ته ډیره اړتیا لري .
۱۳ . د لر اوبرو پښتنو یوالې لاره لوی افغانستان ته خلاصوي.
نن افغانان دخپلوملي بنسټیزوستونزو لپاره یو خپلواک ځواکمن مرکزي ملي اسلامي دولت ته اړتیا لري .
لوی افغانستان په خپل نورمال دولتي،سیاسي، پوځي،اقتصادي پرمختګ او د ملت جوړونې په بهیر کې د یرغلګرو دبریدونو له امله یو ډیر بدچاڼسه هیواد پاتي شوي دی . ملت جوړونه یوه اوږده تاریخي پروسه ده .
نړۍ کې ددولت او ملت اړیکې ډیر اوږد تاریخ لري . د دولت اوملت اړیکې د اتلسمي نولسمي پیړۍ څخه ترنننه نشلیدونکې اړیکې دي .
دیوملي مرکزي پیاوري دولت په جوړولوکې د ملت جوړوني پروسه یو بڼستیز منل شوي مهم عنصرګنل کیږي .
دلوی افغانستان په معاصر تاریخ کې نږدې دري پیړۍ مخکې ستر ټولواک اعلیحضرت احمد شاه بابا زموږ لپاره د ملي هویت ،ملي ټولنې، ملي دولت او دملت جوړونې بهیر لومړنۍ بنسټیزه ډبره کیښودلي ده . له همدي مهاله بیا تر اوسه هیڅ کوم ملي دولت د ملت جوړولو په پروسه باندي د یوي ملي ستراتیجۍ په څیر عملآ سم کار نه دی کړي .
د افغانستان معاصر تاریخ داماني زریني دورې ته د افغاني رڼسانس په څیر ګوري . د اماني په دوره کې افغان ملي دولت او د ملت جوړونې ته څه نا څه ځانګړي پام وشو . په خواښینیوسره په دغه کمه موده کې د افغان ملت ملي دولت او ملت جوړونې ته کومه پیژندل شوي ستراتیجۍ جوړه نه شوه .
افغان ولس هغه اړین پړاوونه کوم چې نورو ولسونو د ملت جوړونې په لاره کې وهلي، نه دي تجربه کړي او دا پروسه یې په علمي توګه نه ده څېړي . افغانستان کې د ملت والي پروسه دیرغلونو او جګړو له امله په سمه توګه نه ده بشپړ شوي . افغانستان یو ګڼ توکمیزه هیواد دی . په ورستیو څلویشتو کالونو کې زموږ په هیواد کې د ملت والي ملي احساس، ملي وحدت رنګ ډیر کمرنګه ښکاري .
افغان ولس دخپل ورستي سل کلن خونړي تاریخ په پای کې اوس یوي داسي خورا حساسي مهمي برخلیک ټاکوونکې نازکې مرحلي ته رسیدلي دي چې په کې د ملي دولت او ملت جوړوني پروسې ته تر ټولو ځښته ډیر ه اړتیا لیدل کیږي . دافغانستان ټول وګړې دملت جوړونې په سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي پروسي کې په مساويانه ټوګه فعاله برخه اخیستلي شي، دیو ملي دولت په چوکاټ کې ګڼ شمیر لږه کې توکمونه ډیر ښه په یو واحد ملت بدلیدیلي شي .
یواځي ولسواکۍ د ملت والي،ملت جوړولواو دلږه کیو توکمو دحقوقو ساتلو لپاره یوه کیلي ګرځیدلي شي .
دملي دولت په ادارې سیستم کې نه یواځې د لوړو زده کړو سیاسي روڼ اندې بلکې دهیواد نور لږه کې هم برخه لري شي .
د نړۍ تاریخ ثابته کړي چې نه یواځي ګډه ژبه، ګډ تاریخ ،ګډ کولتوراو مذهب دملت جوړونې اساسي ستننې جوړوي ،بلکې ټولنیز ه ،اقتصادي وده او ملي ګډ احساس هم د ملت جوړونې اساسي عنصرونه جوړوي .
کله چې دمختلفو قبیلو وګړې په یوه ځانګړي سیاسي جغرافیه کې د یوواحد دولت په ادارې چوکاټ او پولو کې یوه سیاسي ټولنه رامنځته کړي ،د یو ملت په نوم یادیدي شي . چې ددوی توکمې ،سیاسي ،اقتصادي تاریخي ،ملي احساس ،ملي هویت، ملي ګټې او زیانونه یي سره ګډ وي او هم ګډ ملي میراثي کولتور ي ارزښتونه ولري . د همدغو ملي ارزښتونو څخه باید په ګډه دفاع او پالنه وشي . ملي دولت دهغو خلکو ترمنځ یوه ټولنه د ه ،کوم چې په کې ژوندکوي ،کوم چې په کې ژوندکړي دی او کوم چې په کې ژوند به وکړي .
ملي دولت هغه دولت دی چې خپل دولتي ولس ولري . د ملي دولت دولتي ولس هغه ولس دی چې خپل نوم یې خپل هیواد ته ورکړي وي،ملي دولت مجبور دی چې د دولتي ولس یووالي په خپل ځان کې، دولتي اورګانونو او په خپل ټول حاکم نظام کې وښایي . دسیاسي فلسفي له پلوه د دولت مانا،موخه او دنده ده چې په ټولنه کې امن اونظم او په خپلو اورګانونوکې ټولنیز عدالت ټینګ کړي . د افغانستان په تاریخ کې پښتانه قانونآ د افغان ملي دولت د دولتي ولس یا دولت وړونکې ولس په څیر پیژندل شوي دي . ملي مرکزي دولتونه دي چې ویشلي ولسونه سره بیرته یو ځای کولي شي . ملي دولت دخپل ویشلي دولتي ولس څخه د ملي هویت پر بنسټ یو واحد ملت رامنځته کولي شي .
که افغان تجربه لرونکې ملي سیاستوال ، حقوقپوهان او دولت جوړونکې د افغان ملت په جګړه ځپلي ټولنه کې د افغانانو ناخوالې ،ربړې او بنسټیزو ستونزو ته په کتوسره دملي دولت او ملت جوړولو په پروسه کې دنړۍ له منل شویو تیوریکې او عملي تجربو څخه په سمه توګه کار وانخلي . دافغانستان ملي دولت به همداسي ویشلي ملي دولتي ولس ولري، دافغانانو ملي هویت ، دافغانانو برخلیک،دافغانانو ملي تاریخ ، دافغانانو راتلونکې نسلونه، د افغانانو ځمکني بشپړتیا او دافغانانو کولتوري ارزښتونه به د تل لپاره دجدي ګواښونواوستونز و سره مخامخ وي .
دلوی افغانستان ترمنځ د ډیورنډ استعماري سره کرښه دافغانستان دراتلونکي نوي ملي دولت دځمکنې بشپړتیا، دملت جوړونې،دلراوبر پښتون دولتي ولس د بیا یووالې او ټولو افغانانو د تاریخي ،سیاسي هویت اوسیاسی برخلیک په لاره کې یوه لویه ملي ستونزه په مخ کې پرته ده . د روانې جګړې پای یواځیني لاره د پښتنو ترمنځ د ویستل کرښې لمنځه تلل دي .
که د راتلونکې نوي افغان ملي مرکزي دولت سیاسي ،حقوقي سیاستوال اوچارواکې تیر تاریخ ته په کتوسره له سیاسي افغاني ویښتیا څخه کاروانخلي او د پنجاب د ګواښونو سربیره د پاکستان سره د ډیورنډ روانه تاریخي ،ملي ستونزه په خپله ملي اجنډا کې ونه لیکې، داویره شته چې دغه دولت به دټولو لراوبر افغانانو له ولسي او سیاسي حمایت څخه بي برخي وي اوترخو تجربو ته په کتو سره له ډیړوستونزو سره به مخامخ وي . دلوی افغانستان ترمنځه د ډیورنډ خونړۍ سره کرښه د افغان ملت دملت جوړولو پروسه کې، دافغان ملي دولت په رامنځ ته کولو کې ، زموږ د پښتني مورني خاوري دخپلواکۍ په وړاندي ،دپښتنونو د فیصلو، واک اواختیار په وړاندې ګواښ، لراوبروپښتون ولس ته دیو ستر برخلیک ټاکونکې ګواښ په څیر او ټولو افغانانو ته یوه ستره تاریخي داعیه او ملي ننګونه رامنځته کړي ده .
هغه هیوادونه او ولسونه چې د اوږدي جګړي څخه ورسته د ملت جوړونې پروسي پړاوونه په سمه توګه پلي او عملي کړي ،دوی کولي شي دیوي مدني ټولنې اوسیاسي،اقتصادي پرمختګ په لور ډیر ښه ګامونه واخلي .
په خواښیني سره تر اوسه دافغانستان کمزوري دولتونو،دپرلپسي یرغلونو،جګړیزو ناوریننو، ګوډاګي رژیمونو او جنګې حالاتود افغانانو هره یوه شونتیا دملت جوړونې اوملي یووالي په لاره کې نیمګړي کړي ده .
دملت جوړونې لپاره بایدیوه واحده جغرافیایي سیمه ،یوواحد دولتي ولس، یو پیاوړي ملي دولت او د ټولو وګړو ترمنځه ګډي اقتصادي ،سیاسي ګټې باید مشخصي کړل شي .
د ملي دولت او ملت جوړونې لپاره اړین توکې لکه یو باثباته اقتصادي سیستم ،په نړیواله کچه د ګاونډيو هیوادنو سره خپلي سرحدي پولې معلومول ،ملي هویت ، ملي ژبه ،ملي کولتوري ارزښتنونه ،دمليدولت دولتي ملي سمبولونه لکه د افغان ملت پیژند، یودولتي ولس ،یوه ملي ژبه ،دولتي اسلامي نشان، تور، سور، زرغون بیرغ ،ملي سندره او داسي نور ملي ارزښتونه باید په اساسي قانون کې رسمآ ولیکل شي .
د افغانانو دملي تاریخي هویت، دملت او حکومت جوړونې او ځمکنې بشپړتیا په وړاندې دپاکستان سره د ډیورنډ کرښې ستونزه ، د ایران سره د اوبو ستونز ه هغه خورا مهم ستر خنډونه دي ،چې افغان راتلوونکې ملي دولتونه بایدپه خپلو کورنيو او بهرنیو پالیسو کې دغو میراثي ملي ستونزو او دکړکیچونو ته ځانګړي پام وکړي .
۱۴ . ایا نن سوله کوونکې افغانان به یو ملي خپلواک ځواکمن مرکزي دولت رامنځته کري ؟
افغانستان کې سوله ،امنیت، دایمي ثبات نه یواځي دهر افغان غوښتنه ده، بلکې د ملت او ملي دولت جوړونې پروسه کې ستره مرسته کولي شي . سوله او ثبات د ټولنې دټولو وګړوتر منځ متقابل درناوي ، ولسواکۍ ، ټولنیز عدالت ،سیاسي توازن ،ملي هویت او ملي احساس رامنځته کوي .
نړیواله ټولنه ،سیاسي کارپوهان او شننوونکې دطالبانو غورځنګ ته د پښتنو وسله وال لاس په څیر ګوري .
نن هیچ څوک دا وړاندوینه نشي کولي چې افغان طالبان یا وسله وال مقاومت دافغانستان راتلونکې ملي دولت یوه برخه به وي اویا د افغان ملي پراخ بڼسټه دولت په وړاندې یوستر ګواښ به وي ؟ . که طالبان همداسي خپل سختدریځه سیاست او له کړکیچنو څخه ډکه د نړیوال اسلامي جهاد لاره تعقیب کړي ،کومه چې دوی د خپل رژیم په وخت کې یي غوره کړي وه ،یا طالبان په خپل سخت ،بنسټپال دریځونه کې بدلون یا نرم والي رانه ولي او یا طالبانوبیا د خپل تعبیر سره سم د نړیوال اسلامي امارت جوړ لو هڅه وکړي چې واک او اختیار دای ایس ای افسرانو،د پنجابي پوځیانو او دبنسټپالو عربو یا دالقاعدې ترهګري ډلې په لاس کوي،ورسره دطالبانو بهرني اورپکې پلویان دافغانانو د امن ستر کور لوی افغانستان د خپلو جګړو په ډګر نو بدل غواړي .
بیانودطالبانو خوځښت دمنل شویو انساني ،اسلامي او افغاني ملي ارزښتونو څخه بې لارې شوي دی او د جګړه ځپلي افغانانو روا حق دی چې دطالبانو په وړاندې وسله وال ملي پاڅون په منظم ډول پیل کړي . همداوس دهیواد په ځینو سیموکې د وسله والو طالبانو د سختدریځي او نه منونکې ظلمونو زیاتوالي په وړاندې ولسي پاڅونونه پیل شوي دي . ولسي پاڅونونه ورو ورو د افغانستان ډیرو ولایتونو ته او ازادقبایلي سیمو او پښتونخوا ته په خپریدو دي . ولسي کلیوالي خلکو د وسله والو طالبانو د خوځښت په وړاندې وسله والې مبارزې ته ملا تړلي ده .
دا چې په راتلونکې کې د خلکو ولسي پاڅونونه څه ډول ستونځي راولاه وي ، بریالي کیږي که ناکامه کیږي، د څارني او کنټرول څخه وځې اویا د افغانستان امن اونظم ، ولسواکۍ له کومو ننګوني سره مخامخ کوي بیله موضوع ده .
ان د طالبانو دواکمنۍ پرمهال د خوست ،پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو سپین ږیرو، ولسي خلکو د طالب والیانو د ناسم چلند په وړاندې د ولسي پاڅون ګواښ کړي وو.
د انساني عقله وتلي خبره ده چې څنګه وسله والو طالبان او یا دوی په شتون کې د پنجاب ای ایس ای د یو منظم پلان له مخي د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړوکې قومي خپلواک لویان ، مخورمشران ،منځلاري دیني عالمان ، ښوونکې ، ډاکټران او انجنیران وژنې . ښوونځې،روغتونونه،پرمختیایي او د خیرښيګنې پروژي په بمونو الوځوي . دپښتون ولس مادي او معنوي لرغوني پښتني کولتوري ارزښتونه هم په بمونو الوځول کیږي . طالبانو په ګرده نړۍ کې یواځې بیچاره مسلمان پښتانه د نړۍ له نورمال پرمختګ څخه او د خدای ورکړي شویو حقوقو څخه محرمه کړي دي .
نن د بي ګناه پښتون قاتل له ویرجنو پښتنوسره د جنازي په لمونځ کې دریږي . له یوي خوا طالبانود هغي مسلمانو ملي پښتنو په وژلو پيل کړي دی چې دوی خپل پلارني ګران هیواد ته بل ډول ملي فکر لري ، له بلې خوا د طالبانو وسله وال د ښمنانان پښتون بي دفاع ولس په دې نامه تورنوي او وژني چې پښتانه طالبان دي . طالبان دخپل غورځنګ د ځانګړو سیاسي ګټو لپاره د پښتنو دځوانانو له توریالیتوب ، ننګیالیتوب او اسلامي احساساتو څخه ناوړه استفاده کوي، هغه ځوانان چې د مذور حکومت له پامه غورځیدلي یا داوسني رژیم له سیاست سره مخالت لري .
دطالبانو غورڅنګ دلیلي په دښته کې د خپلو زرګونووژل شویو جنګي اسیرانو پوښتنه یاده ونه هم نه کوي او یا دوی د خپلو وژل شویو طالبانو سرتیرو له کونډو، رنډو،یتیمانو سره مالي مرسته کړي وي ؟ . طالب مشران بایدنور وپوهیږي چې په زور کلي نه کیږي ،طالبان باید نوره خپله افغاني ټولنه وپیژني . پښتنود اسلام سپیڅلي دین په عقل او منطق سره منلي دی . داسلام ستر سپیڅلي دین چاپه زور پر پښتون ولس نه دی منلي . پښتون په خپله پوهه داسلام پر سپیڅلي دین ایمان راوړي دی .
پښتانه وايي : ږیره زما اختیار یي د ملا ؟
پښتون د خپلي ږ یرې او شملي اختیار بل چا ته په لاس کې نه ورکوي او هغه پښتون چې ږیره لري هغه یي بیا په هیچ بیه خپله ږیره نه خریي . پښتانه خور همداسي خپل لرغوني ښکلي ټیکړي په ایراني، عربي بورقه نه بدلوي .
که طالبانو د پښتنو منل شویو دودیزه کولتوري ارزښتونوته چې داسلام له سپیڅلي دین سره هیچ په ټکر کې نه دي ،پام ونه کړي . دعامو کلیوالي پښتنو په منځ کې د طالب ضد احساسات مخ په ډیریدودي . دپښتو ژبي بل متل دی، څوک چې په تنګ شي، هغه په جنګ شي . طالبان خپل شتون له داسي منفي سختدریزه افغان ضد او له بهره وارد شویو سیاستونو سره د پښتنوپه لرغونه دودیزه اسلامي ټولنه کې نوره نشي ساتلاي . طالبان په افغاني ټولنه کې خپل ولسي ملاتړ له داسو سختدریره سیاستونو له امله ورو ورو نوره هم له لاسه ورکړي . طالبانو دپښتون مظلوم نالوستي ولس په واندې د ستر و قربانیو سره ناروا وژونکې سیاست پيل کړي دی .
د طالبانو مشران باید دجګړو په ډګر ونو کې داحقیقت نوره ومني چې د جګړې له لارې د جګړې په ډګر کې فیصله کونکې بریالیتوب نوره ناشوني دی . دافغانانودغمیزو،ناورینینو،دلانجو هواري لاره پرته د سولې او روغې جوړې څخه بله لار نشته . افغانستان کې تل پاتي سوله هغه مهال راتلي شي، کله چې دافغان په کړکیچ کې راګیري جنګې ډلې دسیاسي حل له لارې هر سیاسي لوري خپل ځان ګټونکې احساس کړي . داسي ښکاري چې ټول نړیوال جګړه ییزه ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له ماتي سره دافغانستان څخه ووځې ، ورسره داسي نښې نښاني رابرسیره شوي چې د سولي په خبرو کې طالبان په ورګیدو دي .
داسي تمه او اټکل کیږي چې د طالبانو مشرتابه د یوې جګړیزي لسیږې په تیریدوسره او ترخو تجربو پربنسټ باید نوره سولې ته غاړه کیږي ،طالبان باید لومړۍ زموږ د ټولنې ټولنیزي بنستیزيستونزې وپیرني . دوهم طالبان باید د ډیورنډ استعماري کرښه چې دملي دولت د بنسټیزو ستونزو به وي ، دوی باید هم دغي ملي میراثي کړکیچ ته دیوخپلواک پراخ بنسټه افغان ملي دولت په چوکاټ کې له نورو ملي افغانانو سره یو ځای دحل عملي لاره ومومي .
د ډیورنډ دخونړي کړکیچ د حل کیلي په لندن، اسلام اباد،واشنګټن او مسکو کې نه بلکې په ازادهقبایلي سیمه کې ده . کوم ځای کې چې افغان طالبان ډیره ښه پیژندګلوي لري .
نن پاکستاني طالبان وایي : (موږ افغان طالبان یو او افغان طالبان زموږ غوندې دي، موږ له دوی سره یو . پاکستاني طالبان به هغه تګلاره غوري کوي چې په افغانستان کې د طالبانو مشر تابه غوره کړي وي ) .
ازاد قبایل د افغان په ملي مرکزي دولت کې خپل تاریخي هویت، پښتونوالې ،د خپل دودیزه ارزښتونو ساتل ،دخپلو بشري حقوقو ګرانټي غواړي،قبایلیان د پنجاب له پوځیانو څخه خپلواکۍ اوخپل ملي، تاریخي او اسلامي هویت غواړي .
خپلواکه طالبان کولي شي دیادو شویو فرصتونو څخه ګټه واخلي ترڅو ګران افغانستان او ویشلي پښتانه له اوسني جګړیزو کړکیچونو څخه راوباسي، ویژوغوري اوخپل تاریخي رول په سیمه او د افغانستان په دې حساس تاریخي پړوونو کې د لراوبر یو افغان په یووالې کې ولوبوي .
د خپلواک افغانستان سره د ازادو قبایلو یو ځای کیدل ، لاره خپلواک لوی افغانستان ته ،دلراوبر دولتي ولسبیرته یووالې ته ، د پیښور ،کوّټه ښارونوته اود هند سمندر ته لاره ډیره نږدي کوي .
نن د یتیم پښتون ولس ګریوان څیرلي دی، دپښتون ولس ټټري په ګلویو سوري سوري دی او په سترګو کې اوښکې وچي شوي دي .
پښتانه وايي : او ل ځان بیا جهان دی . سره لدې اوس هم ځیني اورپکې ډلې د پردیو په اشاره غواړي د پښتنو لښکرې کشمیر او فلسطین ته واستي . دغه ډلې باید وپوهیږي چې پښتانه پوهیږي چې د ټولونه لومړي د پښتونو لپاره دپښتنو بیرته یووالي او دپښتون په لوی کور کې امن راوستل مهم دی . د نورو د ګتولپاره پښتون جنګول بس دي . د ډیورنډ کرښې په لمنځه تللو سره په خپله کشمیر ازاد کیږي انشاالله . پښتانه د کشمیر څخه د پنجابي هندو او پنجابي مسلمان یرغلګر پوخونه وتل غواړي . کشمیر د کشمیریانو دی . په کشمیر کې د پښتنو وینيتوییولو ته هیچ اړتیا نشته .
۱۵ . پایله :
دیولسم دسپتمبر پیښې څخه را ورسته د ډیورنډ استعماري کرښې ته یوځل بیا د نړیوالو پام را ګرځیدلي دی . دپولو دواړې غاړو ته په پښتني سیمو کې د هرې ورځې په تیریدو سره د وژني او جنګجګړو لمن په پراخیدو ده . ورسره لراوبر پښتانه دیوتپل شوي جنګ اور په لمبو کې راګیر دي ،دکابل اوپیښور پښتون په کې سوځي . ډیر وکمو کورني او بهرني سیاسي چارواکو، سیاسي ګوندو او کارپوهانو دپښتني سیمو د حالاتو په اړه او دپښتنو د ملي ستونزو د حل په اړه رسمآ خبرې اترې کړي دي .
د یولسم سپتمبر له پیښې څخه را ورسته د ا ثباته شوه چې د ډیورنډ نړیوالې خونړي مسئلي اود انګریزي پسټ کولونیالستي سیاست ته ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې، د ولتونواو نړیوال ځواکونو دنه پاملرني له امله د کرښې په دواړ خواو کې دپښتون ولس او نړیوالې ټولنې لپاره ډیر دردونکې خونړي کړکیچونه رامنځته کړي دي .
دډیورنډ کرښې کړکیچ دحل په لاره کې نورو نړیوال اوسیمیزه سیاسي کړکیچونه هم خنډ ګرځیدلي دي . له یوې خوا دناټو پوځونه د ترهګري په نامه د طالبانو سره په جګړه کې بوخت دي، له بله پلوه په خپلواکه قبایلي سیمه باندي د افغانستان او پنجاب سیاسي، جغرافیایي کړکیچ روان دی . په ازاده قبایلي سیمه کې د دولتي تشي له امله طالبان هڅه کوي دولتي جوړښتنونو ته ورته جوړښتنونه رامنځته کړي .
دپښتون ولس قبایلي سیمه د دوو ځواکونو ترمنځه راګیر ده . لومړۍ ځواک اسلامي سختدریز ه ډلې هڅه کوي ، یوبل نوي مذهبي پوځي سیستم چې د انګریزانو دملکانو سیسټم ځای ناستي شي راژوندي کړي . دویم ځواک په دې باور دی، چې د نوي ټولنیز سیاسي نظم لپاره باید د پوځي عملیاتو څخه کار واخیستل شي، ترڅو په مذهبي تندلارو ډلو باندې بري ومندل شي . له همدې لارې به قبایلي سیمه او قبایلي ټولنه د پنجاب له استعمار څخه خپلواکه شي ، د سولې او پرمختګ لاره به ورته خلاصه شي .
د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما په مشري د افپک ـــ ستراتیجۍ په دې بنسټ ولاړه ده ، چې په افغانستان کې پر القاعدې او طالبانو هغه مهال بري مندلي شو،کله چې طالبان په پاکستان کې مات کړل شي.
دلویدیځ په سیاسي بحثونو کې سیاستپوهان خپلو حکومتونو ته د افغانستان دکړکیچ په اړه دامشوره وړکړل کیږي ،چې په خپله پوځې سیاسي ستراتیجۍ کې د ماتیدونکې بي ثباته اتومي ځواک پاکستان ماتیدل نوره هم ګړندي کړي . ځکه لویدیځ او ناتو پوځونو ته د ډیورنډکرښې بندول او ساتل د سیاسي ، تاریخي، جغرافیایي،توکمي او دپوځې لوژستیکې پلوه ناشوني دي .
د ا به ستراتیجکې تیروتنه وي چې د ډیورنډ کرښې بله خوا د افغان دولتي کنټرول څخه بهر پاتي شي . ازاده قبایلي سیمه د خپل توکمي ،تاریخي ، سیاسي ، جغرافیايي ، پوځي لاملونو له امله د افغانستان نه بیلیدونکې خاروه ګڼل کیږي .
په ټولیزه ټوګه له یوسلوپنځوسو کالونو راهیسې له کله نه انګریزي امپایر د هندله نیمې وچې څخه دپښتنو په سیمه کې هژمونیستي پلانونه پلې کړل اوبیا ورسته پاکستان دشوروي اتحاد په وړاندې دسړې جګړې پرمهال د لودیدیځ په تیربیا د امریکي ګتوته یو پوځې ګارنیزیوني هیواد ګرځیدلي وو.
سره له دې د نړۍ دولتونو پام ددیورنډ کرښې،د پښتنو قبایلو او دپښتنو ویشلي حالت په اړه ډیر لږ وو . په ټولو کې بیا د برتانوي حکومت چې د پښتون په وجود او زړه کې بیلوونکې یا سرحدي سیمه يي د خپلو توروسیاسي موخو لپاره رامنځته کړي ، دغه هیواد خپلو پسټ کولونیالستي خونړي تیر وتنو او تورو سیاستونو ته په افغانستان هیچ پام نه دی کړي .
امریکا ،اروپا او د شمالي اتلانټیک تړون ناتو د افغانستان او قبایلي سیمې منځني پښتونخوا تر منځ ډیورنډ کرښي ته په ډیره اندیښنه ګوري . ځکه دغي سیمې دافغانستان جګړي ډیره ګرانه کړي ده . له کلنه چې د بشریت تاریخ لیکل شوي دی ،هیچ کوم نړیوال ځواک لوی افغانستان په یو لاس کنټړول کړي نه دی . دلوی افغانستان دلراوبر وطنپالو،ملي ویښو پښتانو افغانانو په منځ کې د انګریزانود استعماری کرښې په وړاندې ولسي مخالفت ،مقاومت او کرکه په خپل شدت سره شتون لري . دپښتنو افغانان دملي یووالي او پر یوه تغر د راټولیدل اود تلپاتي سوله ،امن یواځینې لاره دهمدي ډیورنډ کرښې په لمنځه تللو سره رامنځته کیږی . د پښتون په ستر ولس کې بدلون هله راځې، کله چې لراوبر پښتانه د یوملي دولت په چوکاټ یو واحد افغان ملت شي.
دا بیلا بیلې خوارې وارې پښتني قبیلې دیوي وني خاښونه یا دیوي سټي خاښونه دي . ټول لر اوبر پښتانه سره ورونه ورونه دي ، د نن ورځي په نړیوال کلي کې دستر پښتون ولس کور یو دی او څوک یي ویشلي نشي . اوس د پښتونو ترمنځ دبیا یووالي چغه له امو نه تر اباسینه ، له کندهاره تر پیښوره ،له کابله تر کوټه، له وزیرستانه تر خیبره ،تورخمه ،کلي په کلي او دیره په دیره ګده شوي ده . د پښتونو په ټولو سیمو کې دبیا یووالې بیرغ رپیږي .خپلواک ملي مسلمان پښتانه ، افغانان پوهیږي چې په اتحاد،بیا یووالي کې او د پرانګېانو ، پنجابيانو استعمار په ماتولو کې زموږ سره يواځي یواخي لوی الله ج مرستندوي دی او بس .
نن لراوبر پښتانه وایې : په موږ کې یو افغان وزیږوه،په شان دخوشحال خان ،احمد خان،میرویس خان یا امان وزیږه .
که څوک پوهیږي یا نه پوهیږي ، لراوبر پښتانه یو کیږي .
که څوک ویده یا ویښ دي . لراوبر پښتانه یو کیږ ي .
که څوک غواړي او یا نه غواړي . لراوبر پښتانه یو کیږي .
که څوک ژاړي که خاندي . لراوبر پښتانه یو کیږي .
که څوک خپه کیږي یا خوشحالیږي . لراوبرپښتانه یو کیږي .
که څوک کمزوره یا ځواکمن کیږي .لراوبر پښتانه یوکیږي .
که څوک شکمن یا هوډمن کیږي . لراوبرپښتانه یوکیږي .
که څوک دښمن یا ملګري کیږي . لراوبر پښتانه یو کیږي.
که څوک بې لاري کیږي یا په لار کیږي . لراوبرپښتانه یو کیږي .
که څوک په سیمه کې دپښتون ولس ځواک مني او که نه مني ، موږ یو کیږو،ګني ورکیږو
که څوک دلوی افغان ولس پر تن دانګریز استعماري توري لیکې ته مشروعیت ورکوي یا په رسمیت پیژني یا نه پیژني، موږ یو کیږو .
د نړي ټول پښتون ضد قوتونه دې په دې هم وپوهیږي که افغان ولس په خپل تاریخ کې لس ځله لویدلي دی ، نړۍ به ورته ګوري چې افغانان د یو واحد ملت په څیر د ټولو دسیسو په وړاندې دیولسم ځل لپاره یو ځلي بیا دیو خپلواک ملي دولت برخلیک ټاکلو او د لر اوبر افغان ولس دبیایووالي لپاره به را پاڅيږي . افغان ولس په خپل خونړي تاریخ کې که لس ځلي لویدلي دی ،د یولسم ځل به انشاالله بیا راپاڅي .
یواځې د جګړو په بهیر کې ولسونه یو واحد ملت کیږې .افغان ولس په ګده سترې چارې دخپل پلارنې هیواد په ګټه ترسره کړي . پښتانه په خپل ملي تاریخ کې تل د پردیو یرغلګرو په وړاندې په ګډه راپاڅیدلې دي .
د لوی خدای ج لعنت دې پر هغه انسان وي چې د انګریزي تور استعمار ي ،ناحقه ،دظلم څخه ډکه اوپه وینو لړلي کرښې ته مشروعیت ورکوي او په رسمیت پيژني . دخدای ج لعنت دې پر هغه پښتون اوافغان هم وي چې دی د دې وس او توان لري ، دی په دې نړیوال کلي کې د افغان لوی کورساتنه نه کوي ،دخپلوراتلوونکې نسلونو دبقا لپاره دننګ او غیرت په دغه ملي داعیه او مهمه لاره کې یوبل ته د ورور ګلوي ریښتني لاس نه ورکړي اودی ددغې ملي خیانت په وړاندې مبارزه نه کوي .
دا د لراوبر پښتون ولس او دافغان ملي خپلواک دولت حق، هوډ او اتفاق دی چې لراوبر افغانان به د اوږدوي خونړیو جګړو په پای کې بلاخره سره یوځای کیږي او پر ي به نږدي چې د لوی پښتون ولس او افغان ملي دولت ترمنځ نوره د ډیورنډ استعماري سره کرښه شتون ولري . افغانان د نړۍ دخپلواکه ملتونوپه څیر خپل ملي دولت په خپله مورني خاوره کې رامنځته کول غواړي .نن ټول لراوبرملي پښتانه افغانان په دې باور دي چې دډیورنډ کرښې په لمنځه تللو سره له امو څخه تر اباسینه پورې یو پراخ بنسټه ځواکمن ملي افغان دولت کولاي شي، په ننني نړیوال کلي کې دافغانانو ملي حیثیت،ننګ ،ناموس، عزت ، وقار ، شان شوکت اوسوله خوښوونکې تاریخي لوی کور د پردیو د جګړو له اوره وساتي .
والله تعالی اعلم
ددې موضوع نوري برخي پر دې بته ولولئ www.larawbar.net/durandline