کور / طنز / زېرى! (طنز)

زېرى! (طنز)

اورېدلى مې خبر دى–چې په تول ښه معتبر دى
سر سړي مو راڅه ولاړل–پر ګيدړو اوس اختر دى

ټولو دوستانو ته ښه زېرئ!
تر هرڅه مخکې له ګرانو وطنوالو څخه د زړه له تله مننه کوو چې په ډېرې بې تابۍ سره يې زموږ تاريخي پرېکړې ته انتظار ايستلى دى. په ډېرې خوشحالۍ سره خبر درکوو، چې بالاخره په دې وتوانېدو چې يو ډېر مهم رياست ته درې تنه ډېر تکړه او مستعد کانديدان پيدا کړو. له نېکه مرغه هغوى ټولو زموږ غوښتنې ته لبيک ويلى او آماده ګي يې ښوولې ده. دا هم د کانديدانو په اړه لنډ معلومات:

١: بډو جادوگر: په سوات کې د چوف او منتر په علم مشرف سوى دى. تر هغه مخکې يې مارونه نيول، نو ځکه يې بډو مارګير هم بولي. له مارګيرۍ څخه هغه وخت لاس په سر سو، چې په ننداره کې يې يو مار ياغي او يو پر لکړه بوډا يې تر ملا لاندې برخه کې وچيچى، ننداره چيان په غوسه سول، په ډېره بې رحمۍ يې پر بډو صاحب هجوم يووړ، اسباب يې ور تاش په تاش کړل، د چبلقو او بوټو تر وارو يې لاندې کړ. بډو صاحب په تېښته بريالى سو، او بيا هېڅکله هغه کلې ته ور ستون نسو. خو بډو صاحب – که څه هم چې دا يې د ژوند تر ټولو ترخه خاطره ده – د ياس و غېږې ته پناه يو نه وړه، سوات ته مهاجر سو او د علم پله يې ټينګه کړه. اوس په لاهور کې د مداري ګرۍ ميدانونه په ګرم دي. د جادوګر صاحب کانديدېدا مو ځکه مطرح کړه چې بايد دا لويه هستي په پردي ملک کې راڅخه ضايع نسي.

٢: گل ماما: د چهارچينو ولسوالۍ د نړيوال کلتوري پوهنتون د ټوکمارۍ له پوهنځي څخه فارغ سوى دى. په شاعرۍ کې هم برلاسى دى. د کلام نمونه: درواخله ښه انار، انار د کندهار، ور واچوه نصوار، ګرځه خمار خمار. گل ماما درې مېرمنې يو نيم درځن اولادونه، پاو کم يو درځن لمسيان لري. درېيمه مېرمنه يې تازه يوه مياشت مخکې د لور په مخۍ کې کړې او دويمه ښځه يې دوه کاله مخکې په مينه کې، چې ګل ماما يې کيسه په دې ډول کوي: بې ادبي معاف زنانه مې د پښتورګي ناجوړي لري، کابل ته مې بېولې وه، د شفاخانې په درېيم منزل کې مې بستر کړې وه، ژوندته يې اميد کم و، تراجيدي خبرې يې کولې، ما هم د غم د کابو کولو په خاطر نصوار ور خطا کړل … پوښتنه يې راڅخه وکړه چې تر مرگ وروسته به يې بله ښځه وکړم؟ ټوخي واخيستم، د خداى فضل و نصوار مې تر کلکينه ورسول، تر کلکين دباندې مې پړيچ وهل، يو ګړى وروسته که ګورم په دهلېز کې شورماشور سو، د زړه مې شړيک سو … فضل کې خدايه … بيا مې لکه چې د چا کالي ور ولړل، دروازه په درب خلاصه سوه … بس نو څه ووايم … لومړى ديدن و!

٣: ډانګ کوږخولى: په علم او تجربه کې پر تمامه ده. په پوليتخنيک کې يې د پايپ نصبولو په برخه کې د فراغت سند ترلاسه کړى دى. له ډانګ صاحب سره مو لنډه مرکه کړې:
– که د خپلې تجربې په اړه راته وواياست؟
– په زور د خداى په رنګمالي، ترکاڼي، پښ توب، بنايي، موچيتوب او … کې مې د سيالانو مندي ور بوري کړي دي، پايپ نصبول خو مې نو خپله رشته ده.
– په لسو کلونو کې اته کسبه، دا ولې؟
– زما په نظر انسان بايد جامع الکمالات وي. واى زده يې که، په تاخچه کې يې کښېږده، يو وخت دې په درد خوري.
– ستاسو په نظر د … رياست اوسنۍ ستونزې او نيمګړتياوې څه دي، او د له منځه وړلو لپاره به يې ستاسو پلان څه وي؟
– د پيپونو سيسټم خو يې ګرسره پر دغه نه دى برابر (خو ويې نه ويل چې پر چشي، په معذرت سره زموږ له خبريال څخه هم دا پوښتنه هېره سوه)، پنجرې يې د اوسپني دي، سره ښوري، بايد د لرګي دا ورته جوړي او ښې مضبوطې ټينګې سي، خلاصه د تعمير هره برخه ترميم ته ضرورت لري، چې زما د محاسبې پر اساس يو کال به په بر کې ونيسي. زه به د ترميم کارونو ته تر هرڅه لومړيتوب ورکړم او ټولې منابع به ورته مختصې کړي.

پاته دې نه وي، چې ټاکنې به سبا پنجشنبه د ياد رياست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کېږي.