بدخشان: په وردوج ولسوالي ددولت او طالبانو نښته وسوه

د لراوبر اداره | مارچ 2nd, 2013


دبدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د وسلوالوطالبانو او افغان امنیتې ځواکونو ترمنځ نښتې خبر ورکړل شویدی
د وردوج ولسوالۍ یوتن دامنیت کارکوونکې دنوم دنه ښوودلو په شرط وايي چې یاده نښته چې نن ماذدیګر دری بجې رامنځته شوی له امله يي دوه تنه دملې پوځ سرتیری وژل شوی او۱۲ ټپیان دی همدغه راز نوموړی وايي دوه عرادی رنجر ګاډو ته اور ورته شوی اویو يي له ځانه سره بیولې په همدي ترڅ کې نوموړی طالبانو ۲۰ سرتیری له ځانه سره ژوندی بیولی دی سرچینه زیاتوی په نښته کې دطالبانو یوتن محلی قوماندان امیرمحمد هم وژل شوی
د بدخشان ولایت والی ویاندوی عبدالمعروف راسخ کلید ته پيښه منی خوجزییات پری نلری همدغه شان دبدخشان والی شا ه ولی الله ادیب سره دمکررو ټیلفونې اړیکو ټینګلو وورسته ونه توانیدو چې مالومات ترلاسه کړو
بل لورته د وسلوالو طالبانو ویاندوی ذبیح الله مجاهد کلید ته په رالیږلې پیغام کې ادعا کړیده چې ننه ۳ بجې يي د وردوج غنموسیمه کې د عسکرو پرکتار برید کړی چې له کبله يي ۱۵ عکسر وژلی ۱۲ يي اسیران کړی ۸ رنجر يي له ځانه سره بیولی او په ګڼ شمیر کې وسلې اومهمات ترلاسه کړیدی .
عبدالمعروف راسخ وایی ۶ طالبان وژل شوی ۸ ټپیان دی او ۶ دملی اردو سرتیری ټپیان دی او ۲ رنجر ګاډی تخریب شوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024