نیمرز:دښځو دارشګا پروژه بشپړه شوه
جاويد احمد تنوير
په نیمروز ولایت کی دښځو لپاره د ارشګاه په برخه کی پیل شوی ورکشاپ پای ته ورسیدي .دغه پروژه چی د رمپ اپ په مرسته دښاروالي لخوا پرلاره اچول شوی وه پکی ددی ولایت نژدی ۲۲ تنو میرمنو برخه اخیستي وه دیاد روزنیز ورکشاپ په پایله کی ۱۰ تنه میرمني وتوانیدي چی دارشګا په برخه کی ټول لازیم او اړین توکي زده کړي دیادي پروژی په ورستي ورځ په جوړه شوی غونډه کی دنیموز ښاروال محمد سرور نظري دغه پروژه دښځو داقتصادي ژوند لپآره یوه لاسته راوړنه وبلل اوزیاته یی کړه چی ددي ولایت میرمني بی وزله دي چی پدی کار سره په دخپل ژوند دپرمختګ لپاره یو ګوله ډوډي په لاس راوړي .ښاروال وایی یادي میرمني اوس پدی برخه کی پوره معلومات لري او دوی کولای شی دښآر په بیلابیلو برخوکی خپلی ارشګا وي فعاله کړي په یاده غونډه کی دښځو چارو رئیس امنه حکیمي ، دکار اوټولنیزو چارو رئیس عبدالقیوم نظري او دولایتي شورا غړي عزیزي برخه اخیستي وه او ټولو په خپلو خبروکی دغه پروژه کامیابه وبلل ،

