افغانستان به چا ته ورسیږي؟

د لراوبر اداره | جنوري 22nd, 2013


په افغانستان کي چي کله د قربانۍ او آزادۍ دجګړې خبره مطرح شوي میشتو اقوامو د قرباني او لوریني پدي موج کي خپل ډير نازدانه بچیان، ملګري، باغونه ، فصلونه، پټي، کلي او کورونه داسي قرباني کړي چي نن یې کیسي ریښتیا یو افساني ته نژدی خبره بلل کیږي.

په داسي مسابقو کي زوي له پلار، ورور له ورور، تربور له تربور، قوم له قوم، نژاد له نژاد او سیاسي احزاب له سیاسي احزابو سره داسي په مسابقه کي لوبیږی چي آن کورنۍ، کلي، په بشپړه توګه ورانیږی. خلک د خپلو شهیدانو ، معیوبینو او یتیمانو له حسابه سټړی کیږي. نړیوال او ګاونډي هیوادونه هم یو له بل څخه مخیږي ترڅو خپل رقیب ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي. خو کله چی د بری مهال رانژدي شي نو د قرباني خبره په امتیاز باندی بدلیږی. افغان مظلوم ولس بیا په مذهبي، نژادي، ژبني، سمتي او سیاسي ډلو باندی ویشل کیږي، د هري ډلي سره کي یو رهبر د خپلو شخصي ګټو د ساتلو لپاره افغان بچي خپل ورور وژني کله په یو نوم او کله په بل نوم، چی هغه د قربانۍ مسابقه بیا د بي رحمه جګړیي په مسابقي باندی بدلیږي.

ګاونډي هیوادونه ، کفري او اسلامي هیوادونه د خپل همکاري په بهانه د مطیع ګوداګي حکومت په لټه کي کیږي. همدا هیوادونه غواړي چي په افغانستان کي د هغوۍ امنیتي ساتونکی (باډیګارد) ، د هغوۍ د هیواد د امنیتي پولو امنیتي برج، د هغوۍ د محصلاتو لپاره تضمین شوي بازار، د هغوي د فابریکو د خامو موادو تهیه کوونکي هیواد، په نړيوال سیاسیت کي د هغوي د پالیسیو پسي جوخت ګوداګي هیواد، په سیمه کي د هغوي دښمنۍ ته دښمني او دوستۍ ته دوستي ویوونکي هیواد او همدارنګه به لسګونه نوري بي ځایه هیلي درلودل، د نوموړو موخو په اساس دا هیوادونه تل په افغانستان کي د جګړي میدان تود ساتلي او لا یی ساتي. تراوسه افغان ولس پدی نه دی بریالی شوي چي په دی خاوره کي د یو افغاني ممثل حکومت جوړ کړي چی هر افغان په هغه کي خپل ځان وویني ترڅو محرومیت او محکومیت ته د پاي ټکي کیښودل شي.

امریکا او اروپايي ملګری یي غواړي چی په افغانستان کي د هغوی د ګتو پلوي نظام وي، روسیه او د شمال جمهوریتونه غواړي د بایلي سړي جګړي کسات واخلي او سیمه بیا په خپل کنټرول کي ولري، ایران غواړي چی یو ایران پلوي او شیعه مذهبه حکومت په قدرت شي، پاکستان غواړي چي په افغانستان کي د پاکستان په خوله او مزاج حکومت چی له هنده سره دشمني او چین سره دوستي ولري، سعودي او خلیج هیوادونه غواړي چی ترټولو هیوادونو مخکی د هغوي نفوذ او کټي خوندی شی، هند غواړي چی د پاکستان سره دښمن حکومت په قدرت شي، چین غواړي چی داسي حکومت په قدرت شي چی هم د چین لپاره یو ښه مارکیت اوسي او هم د سرمایه ګذاری مرکز او ترکیه غواړي چی افغانستان کي داسي یو حکومت حاکم شي چی د ترکي ګټو ته وفادار واوسي او په سیمه کي د ترکی یو متحد پاتي شي.

د ۱۳۵۷ کال د غوايي یا ثور له اومي نیټي راهیسي تر ننه پوري چي کومه جګړه روانه ده او لا به ترهغي پوري روانه وي ترڅو چی د پورته ذکر شوي هیوادونو ګټي یا خوندي شي او یا د ځینو هیوادونو طمع (تری وخیژی) قطع شي چی نوري یی ګټي په افغانستان کي د تل لپاره په سیند لاهو شوی. همدي هیوادونو د خپلو ملي او سیمیزو ګټو لپاره تل د افغانستان تدخیلو اړخونو ته وسلي او نور تهجیزات ورکړی او لا یی ورکوي.

نو اوس څنګه افغانان کولي شي چی د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کي د نوموړو هیوادونو مشروع ګتي تضمین کړی او نامشروع ګټو ته یي د پای ټکي کیدي؟ ترڅو له روان ناورین او بحران څخه نجات ومومي. د تیرو څه باندی دري لسیزو جګړو د افغانستان ټولي شتمني، بشري قوا، نظامي تاسیسات، اقتصادي تاسیسات، سیاسي ځواک د خاورو سره خاوري کړي، او هغه ملي وحدت چی پرون ټول د یو افغان او مسلمان په نامه اطلاق کوو نو په لسکونه ډلو ویشل شوي لا ویشل کیږي البته د نورو په اشاره او لارښوونه ځکه هغوي کولي شي چی له دي لاري خپل نامشروع ګټي په سیمه کي خوندي کړي.

۱-افغانان باید اول سیاسي شعور پیدا کړي ترڅو وشي کولي چی خپلي ملي ګټي تضمین کړي او هغه ریښتوني مشران د قدرت کدي ته ورسوي چی ملي ګټي ورته تر شخصي ګټو او افغان ولس ورته تر نورو ولسونو ډير د قدر وړ وي. که چیري دا تپل شوي او ګمارل شوي مشران د افغانستان حکومت په راس کي وو نو هیڅکله به هم مونږ له دي څو اړخیزي جګړي څخه ونه ویستل شوو.

۲-د یوه ملي ، ریښتوني، غیري سیاسي او مسلکي اردو، پولیسو او استخباراتي ځواک جوړول ترڅو وشي کولي چی په سیمه کي د افغانستان ګټي خوندي کړی.

۳-افغانستان په یوه صنعتي هیواد باندی بدلول ترڅو له نورو هیوادو له احتیاج څخه خلاص شوو.

۴-د ریښتونو او رڼو ټولټاکنو له لاري د ولسمشر، ملي شورا، ولایتي شورا، ښاروالي، او والي ټاکل (انتخابول) ترڅو دا تپل شوي او ګمارل شوي فسادي څیري له صحنی څخه لری شی.

۵-د ملت په مشوره د کورني او بهرني سیاست کرښي مالومول.

۶- د ګاونډیو هیوادونو سره نیکي اړیکي او متقابل احترام .

۷- د نړۍ نورو کفري او اسلامي هیوادونو سره د خپلو ملي ګټوپه چوکاټ کي ښي اړیکي ساتل

۸-د افغان ولس خصوصآ ځوان نسل ته د پوهني او مسلکي مهارتونو زمینه برابرول

۹-ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابرول

۱۰-د ملي یوالي لپاره ځانګړي پروګرامونه او هڅي

۱۱-د اوبو او کانونو استخراج د یو ښه مدیریت په اساس برابرول او داسي نور هغه کړني چی له ملی ګټو سره سمون وخوري.

۱۲-د عدالت تامینول او ټول هغه کسان د خپل عمل په جزا رسول چي په تیرو دریو لسیزو کي افغانان وژلي، ملي شتمني یی لوټ کړي، دولتي او شخصي ځمکي یی غضب کړي او نور داسي نه هیریدونکي جنایت یی ترسره کړيدي.

Copyright Larawbar 2007-2024