کور / تازه خبرونه / افغان دولت په پيښور کې کلتوري خونه تړي

افغان دولت په پيښور کې کلتوري خونه تړي

پېښور:دازادۍ راډيو د خبر له مخې په پيښور کې میشت افغان فرهنګیان د افغانستان د فرهنګي خونې د تړل کیدو خبر خواشيني کړي او غوښتنه کوي، چې افغان دولت دې پردې پریکړې له سره غور وکړي.دوي وايي، فرهنګي هلې ځلې د دوو ملتونو د نژدې کولو او خړپړتیاوو د له منځه وړلو یوه غوره وسیله ده، چې په هرحال باید وپالل شي.د دانش خپرندويې ټولنې ود الفت مهالنۍ مسوول اسدالله دانش ساپي او د بینوا فرهنګي ټولنې مشر محمدیار یار په پيښور کې د دغه مرکز د اهمیت په باب وویل:دانش : په پيښور کې د فرهنګي دفتر موجودیت له څو جهوتو ډير مهم دی، یو خوا چې دلته لا هم سلګونه زره افغانان ژوند کوي اوهغوی دغسې یوې ادارې ته اړتیا لري.بل دا چې دا یوه پښتون میشتې سیمه ده. ډير مشترکات لرو لکه ژبه، کلتور، دود دستور او تر دې ور اخوا په اوسني وخت کې د ورته مشکل ښکار یو نو ددې هرڅه په پام کې نیولو سره سړی ویلی شي چې ددې دفتر تړل بې له شکه یو افغان دښمنه اقدام دی.محمدیار یار: افغانستان و پاکستان د دوو ګاونډیو هیوادونو په صفت ښو او دوستانه اړیکو ته ضرورت لري، د د واړو ولسونو ترمنځ راشه درشه زیاته ده نو ددې هرڅه لپاره ددغسې یوه کلتوري مرکز موجودیت او فعالیت خورا مهم دی.ددې لپاره چې تګ راتګ زیات او منظم وي نو ددغسې یوې ادارې موجودیت ډير ضروري څو وکولی شي خلکو ته اسانتیاوې براربرې کړي.بله خبره داده چې فرهنګي هلې ځلې تر سیاسو هغو ډيرې موثرې ثابتې شوي دي، په تیرو کلونو کې ژوندي مثالونه لرو چې د همدې ادارې له لارې ډيرو قلموالو افغانستان ته سفرونه کړي او له هغه ځایه پيښور ته راغلي او ډيرې ښې لاسته راوړنې يې لرلې دی.”افغان فرهنګیانو وروسته تر دې دغه غبرګون وښود، چې د اطلاعات و فرهنګ وزارت یوه عالي رتبه مقام د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه وزارت په پام کې لري، چې د ۱۳۹۲ کال له پیل سره سم په پيښور کونسلګرۍ کې دفرهنګي آتشې دفتر وتړي.دفرهنګي خون مسوولې یا فرهنګي آتشې پروین ملال ویل، چې دې هم دغسې اوازې اوریدلې دي :تراوسه خو د وزارت له لوري رسماً موږ ته څه ندي ویل شوي او نه هم کوم رسمي مکتوب راغلی دی.”د افغانستان فرهنګي خونه، چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې دپيښور په افغان کونسلګرۍ کې جوړه شوې پر نورو فرهنګي فعالیتونو سربیره کتابتون، دافغانستان د تاریخي اثارو موزیم و نندارتون او دورځپاڼو ونوروتاریخي اسنادو مجهز آرشیف لري، چې هره ورځ یوزیات شمیر افغان و پاکستاني فرهنګیان ترې ګټه پورته کوي.د نارینه وو پشان ښځینه فرهنګیانې و دمیرمن ادبي بهیرغړې، چې په همدې خونه کې ادبي غونډې جوړوي هم دغه خبر خواشينې کړې دي:پښتنه شینوارې، چې یوه لیکواله او شاعره ده او په پيښور پوهنتون کې زده کړې کوي وايي، چې دغه فرهنګي خونه دښځمنو لیکوالو و شاعرانو د ناستو او غنډو یواځنی مرکز دی او ګواښ کوي، چې دولت يې د تړو هڅه وکړي نو دوی به يې پروړاندې سخت عکس العمل وښيي.رڼا شینوارې، چې په پيښور پوهنتون کې د افغان محصلینو په نمایندګۍ وویل، چې ددې پشان سلګونه زره افغانان په مسافرۍ کې لوی شوي، چې په خبره يې دغسې یوه اداره کولی شي دهغوی په ذهني رغونه کې دپام وړ کار وکړي.نوموړې هم ګواښ کوي، چې ددولت ددې اقدام مخنیوی به وکړي او په مظاهرو به لاس پورې کړي.په پيښور کې د افغانستان د فرهنګي خونې دتړلو پریکړه په داسې حال کې کیږي، چې لا هم په خیبر پښتونخوا کې تر یوملیون ډير افغانان دیره دی، نه یواځې دا بلکې د دواړو غاړې قلموال له فرهنګي لارو د کابل او اسلام ترمنځ د پرتو سیاسي کشالو د اواري هلې ځلې کوي.افغان فرهنګیان وايي، که دولت خپله دغه پریکړه بیرته وانخلي نو پرضد به يې په احتجاج لاس پورې کړي.