کور / تازه خبرونه / ملګری ملتونه:دافغانستان په زندانونو کي دبندیانو سره ناوړه چلندکیږي

ملګری ملتونه:دافغانستان په زندانونو کي دبندیانو سره ناوړه چلندکیږي

کابل: په افغانستان کې دملګروملتونومرستندويه ماموريت ( يوناما) یوخبرخپورکړ ي،چي دیوه کال په موده کي دافغانستان په زندانونواوتوقیف ځایونوکي بندیان وهل،ډبول او ټکول کیږي . دخبرسر چینه زیاتوي چي د( ۶۳۵ )بندیانوسره دخبروپرمهال( ۱۴)هغه ناوړي لاري او چاري په ګو ته شوي ،چی په زندانونوکي دافغانې ځواکونولخواه له بندیانوسره ناوړه چلندکیږي.
په راپورکي راغلی،چې په ناوړه چلندونوکې دبرېښنا يي ډنډو ټکانونه،دکيبل اوکوتک وهنې اوجنسي تيري شامل دي.
دیوه بل خبرله مخي نن دافغانستان دوزیرانوشوراپه غونډه کي دولسمشرکرزی په مشری دملګروملتونودیوناما راپور ردشو، اودکورنیو چارودوزارت مرستیال ته یي دنده وسپارله ،چي په دي هکله چټک غبرګون ښکاره کړی . وروسته دکورنیوچارودوزارت مرستیال جنرال عبدالرحمن رحمان اودملی امنیت دلوی ریاست سرپرست جنرال حسام الدین حسام دیوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال دملګروملتونودیوناما راپور په کلکه ردکړي او دهغه په هکله یی کلک غبرګون ښکاره کړي.دوی وویل چي دافغانستان په زندانونوکي دبندیانوسره ډیرښه چلندکیږي.
دملګرو ملتونودمرستندويه ماموريت په راپورکې راغلي ، چې يوناما تېرکال هم ورته راپور خپورکړى وو.او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه ، چې په دې برخه کې اړونده مسوولينو ته لارښوونه اوسپارښتنې وکړي.
بل طرف ديوناماد بشري حقونودڅانګې مشرې جورجيت ګنيان ويلي: چي “يوناما داموندلې ده، چې د شکنجې عاملين په څوپلټونوکې په پرله پسې ډول له عدم احتساب سره مخ دي اوهغه نور چې ددې مسؤوليت لري ترهيڅ عدلي تعقيب لاندې نه دي راغلي. ”
هغې زياته کړې ،چې په زندانونوکې دغه وهنې او ټکونې يواځې دروزنې اوپلټونوله لارې پاى ته نه رسيږي، بلکې افغان حکومت بايد په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي، ترڅو ددې شکنجو او ربړونومخه په ټپه ونيول شي .
سرچينه ليکي ، چي افغاني ځواکونه په زندانونوکي د بندیانوڅخه داستنطاق پرمهال دربړونو، جبر، او زور څخه کاراخلي تر څو توقيف شوي کسان اعتراف ته اړاومعلومات تر لاسه کړي. چي دغه کاردافغانستان اودنړيوال قانون دحکمونوله مخې منعه ګڼل کیږي.
دافغانې رسنیواوتلویزیونونوله مخې داسي ډیرراپورونه خپاره شوی ،چي دافغانستان په زندانونوکي ډیرکسان کلونه کلونه ناست اوشپې ورځې تیروی،ولي دهغوی دجرم اوګناه ثبوت دمربوطي محکمي لخوانه وهغوي ته نه دي اعلان شوي .