دکندهارپه پنجوایی ولسوالي کي ۲۵۰۰کیلو ګرامه خام چرس ونیول شول
59
کندهار : دکندهارولایت څخه لراوبر ته په یوه خبری رپوټ کي ویل شوی ،چی دکندهارامنيتي ځواکونوتېره شپه ددې ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په سپېروان نومې سيمه کي ديولړ تصفيوي عملياتوپر مهال ٢٥٠٠ کيلوګرامه خام چرس او نهه تنه تورن کسان یی نيولي دي.
يادسوي نشه يي توکي د استخباراتي معلوماتو پر اساس په يوه کورکي ترکشفېدو وروسته د تصفيوي عملياتو په نتيجه کي تر لاسه سول اوهمالته د ټاکل سوي هيئت په مخ کي ورته اور واچول سو.
ديادو عملياتو پرمهال نهه تنه شکمن کسان نيول سوي چي درې تنه يې وسله وال طالبان دي. له پاتي نيول سويوکسانو څخه پوښتني ګروېږني رواني دي ترڅوګناه او بې ګناهي يې معلومه سي.