کور / رسنۍ / دشاعرانو د پام وړ

دشاعرانو د پام وړ

د (بیتونه دریابونه) په نوم د پښتو شعرونو لوی غورچاڼ بشپړ شوی دی. ددې لپاره چې د ټولو قدرمنو شاعرانو ښکلي بیتونه پکې راشي د بیتونو د راټولولو وخت لس ورځې نور هم وغځول شو.
په دې توګه له ټولو قدرمنو شاعرانوڅخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې خپل او د نورو پخوانیو او اوسنیو شاعرانو د شعرونو ښکلي بیتونه او لنډ آزاد شعرونه په لاندې برښنالیکونو د ۱۳۹۱ کال د دلوې یا سلواغې میاشتې تر ۱۵ نیټې پورې را واستوي:
sahar_roman@yahoo.com

sahar.roshaan@gmail.com

او هغه محترم شاعران او شاعرانې چې برښنالیک ته یې لاس نه رسیږي کولی شي د خپلو او نورو شاعرانو د شعرونو په زړه پورې بیتونه د افغان ادبي بهیر په غونډو کې لیکوال او شاعر ښاغلي نورګل شفق او د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر به غونډو کې آغلو نعیمه غني او پاکیزې ارزو ته تر ټاکلې نیټې پورې وسپاري.
دغه غورچاڼ به د شاعرانو او کره کتونکو د یوې کمیټې له کتلو وروسته ډیر ژرچاپ شي.
په درنښت
علم ګل سحر