کور / شعر / ســـــفـر

ســـــفـر

برایې شپه مي اوږد سفـــر درلــودی
له اشغـــالګرسره مي شــردرلــــودی
ما ویــل زما په کور کي څه کوې تـه
ویـــل چي ګــــټو مــي ثـــمر درلودی
څـــومره بېرحمه پـــلانـــونه لـــــــري
د خوب په حال کي مي پرهر درلودی
لوړي نارې له هـــري خوا پورته وې
یومي پښتون یومي یوټــبر درلـــودی
هسي ور تیر شوم د خیبـــر درو تــه
اوچــت بیرغ هـــم اشنغـر درلــــودی
وزیرستــــان تـه پر اســـانـو ورتـــلم
زمریالـــو هــرچیري لښکر درلـودی
هـــلته خــــبري د بـــازانـــو کــــیدې
هـم د یـــو والــي یې خــبر درلـــودی
د لــراو بـــر وې د وروری خــبـري
دغــه احساس یې هــر بشر درلــودی
هـــر کــلي کـور کي د مـــلالي ږغ و
تکری په وینــو یې پر سر درلـــودی
کـلي کوڅو کي د شهــید جــــنډې وې
هــــري مـور زخـم پـر ځګر درلودی
هــــرچا کیسې د تــورماتـــم کــــولې
چـي ترچنګیزمووخت بـدتر درلـودی
اوس راویښ شـوي دي باتور قـومونه
دورورولي یې خــاص هـنر درلــودی
یوه یې مـوخه یو ارمـان بــریښیــــدی
افــــغاني هـــوډ یې معــتبردرلــــودی
د ازادي شــغــلې اوچــت ځــلــیـــدې
دغه پیغام خــان او بــزګردرلــــــودی
د پکتیـــا مـــــي نـنګیـــالي ولـــیــــدل
هـــــر یوه درد د زړه پر سردرلودی
پرشـنو درو د کنـــړونــو تیــرشــــوم
لوی نـنګرهار جام د کــــوثر درلودی
د کنـــــدهاره تـــرهــراتـــه پـــــوري
بلخ بدخشان کي مو روڼ لمر درلودی
د پیوستون پکښې کي چیـــغي نــارې
دغــه ارمان یې هر رهبر درلـــــودی
امانزي جګي دغـــرو څـــوکي لیـــدل
پکښې مرچلو ټینګ سنګـــردرلـــودی
۱۰جنوري ۲۰۱۳