کور / تازه خبرونه / كندهار والي د شخصي زندانونو په اړه خپور سوى راپور رد كړ

كندهار والي د شخصي زندانونو په اړه خپور سوى راپور رد كړ

د كندهار چارواكو هغه راپورونه رد كړه چي په كندهار كي شخصي زندانونه موجود دي او هم زندانيانو ته شكنجي وركول كيږي .
كندهار والي والي وايي چي دده په دوره كي دا ډول هيڅ هم نسته او د نورو مخكنيو واليانو په اړه څه نه وايي .
په مركز كابل كي هم چارواكو د يونما خپور سوى راپور بي اساسه بلل سوي .
کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ UNAMA د هغه راپور څرګندوني رد كړي چي پكښي د نورو ولايتونو ترڅنګ په كندهار كي د شخصي زندان يادونه سوې ، والي توريالي ويسا نن سه شنبه د كندهار د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر كي خبريالانو ته وويل چي دده په څلور كلنه دوره كي نه شخصي زندانه سته او نه هم زندانيان شكنجه سوي دي .
والي توريالي ويسا زياته كړه چي په كندهار كي نورو وليانو هم دندي اجرا كړي ، خو د هغو په اړه يي نا خبري وښودل .
يوناما په خپل خپرو سوي راپور كي په افغانستان کي د زندانيانو حالت بد بللي ، او زياته سوې وه چي د کندهار ولايت په محوطه کي هم يو شخصي زندان وجود لري.
په راپور كي د بيلګي په توګه په کندهار کې د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانى کور هم د افغان امنيتي ځواکونو يو ناخوندي زندان بلل سوی.
خو افغان امنتي ځواكونه وايي چي ياد سوې کور د بهرنيو ځواکونو اډه ده نه افغان زندان .