دغزني ده ایک ولسوالۍ ته دباندني اشخاص داخل سوي دي

جان محمد مهربان | جنوري 22nd, 2013


باوري منبع او دغزني محلي خلګ خبر ورکوي چي دغزني ده ایک ولسوالۍ ته داسي دباندني اشخاص داخل سوي دي چي په اوردوژبه او په وزیري لهجه خبري کوي. ویل کیږي چي دغو اشخاصو دولسوالۍ پرځینوخلګو دپیسو دوېشلو پټه لړۍ پیل کړې ده او دافغان امنیتي، ملي پولیسو او دناټو دځواکونو دژولو له پاره یې تقریبآ شپږ سوه امریکايي ډالر ټاکلي دي.
غزنی دافغانستان لومړی ولایت ؤ چي ددولت ضد وسله والوځواکونو، پرضد یې خپل ږغ پورته او اقدام وکړ. ویل کیږي چي په دې ورستیو کښي د هلمند په نهري سراج،دالکوزیو په کلي کښي هم ولس تېره اونۍ دطالبانو پرضد هغه مهال راوپارېدﺉ کله چي طالبانو ددوی مشر ووهئ. دطالبانو له خوا دوهل سوي قومي مشر پلویانو، دافغان دولت څخه دوسلو اخیستلو غوښتنه هم وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024