پښتونستان

د لراوبر اداره | اپریل 26th, 2008


داګل اوګلستان جوړول غواړي
وطن پښتونستان جوړول غواړي
ترڅوبه خواروزاروي پښتون قام
دټولویونشان جوړول غواړي
راځي چي سره یوسولروبرټول
لوي کوردمیرویس خان جوړول غواړي
غلامي خوله ازله په نصیب نه وي
دخپلواکي داستان جوړول غواړي
راځي چي پرې وجودسره یوځاي کړو
زخمي افغانستان جوړول غواړي
انګریزظالم زموږوطن ټوټې کړې
داخپل وطن دځان جوړول غواړي
ارماني پرې نه ږدې دقام خبره
دخان شهیدارمان جوړول غواړي


سهیلي پښتونخوا کوټه

Copyright Larawbar 2007-2024