کور / تازه خبرونه / په دوو پيښو کي دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي

په دوو پيښو کي دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي

د جمعې په ورځ د پکيتا ولايت د سيدخېلو په سمه كې د خوست اوګردېز ترمنځ پرغځيدلي لويه لار د وزي ځدران ولسوالۍ د اداري مدير په موټر وسله وال بريد شوى.
چارواكي وايي چې د په پېښې په پايله  كې د ولسوالۍ اداري مدير اود نوموړی  موټر چلونكى دواړه وژل شوي او موټر هم ويجاړ شويدي.
د يوبل خبر له مخې دهفتې ورځ په  سهار خوست ښار ته نږدې  د شمل په  نوم سيمه كې د دغه ولايت د ګربزو ولسوالۍ د امنيې قوماندن په موټرپسې ماين چاودنه شوي  .
د  ګربزو ولسوال محمداكبر ځدراڼ لراوبر پاڼې ته وويل  چې دګربزو ولسوالی امنيې  قوماندان له خپل كور څخه دندې ته  روان و په موټر بم  چاودنه وشوه چې له امله يې د قوماندان په ګډون پنځه تنه سرتيري ټپيان کړل .
ده زياته کړه چې پوليسو يې د پيښې په تور يو تن نيولی دی .
د دولت ضد وسله والو کسان د دواړو پيښو پړه پرغاړه اخيستي ده .