کور / تازه خبرونه / په خوست کې د پنځه لکه امريکايي ډالر په ارزښت سربند جورړيږي

په خوست کې د پنځه لکه امريکايي ډالر په ارزښت سربند جورړيږي

دشنبې په ورځ دخوست ولايت  مرکز اړوند د چولانو په سيمه کې د  يو سربند بنسټ ډبره  چې ٣٠٠٠ جريبه ځمکه به خړوبه وي کيښودل شوه .


د خوست ولايت مرستيال والي طاهر خان صبری لراوبر پاڼې ته وويل  نومړی سربند چې د چولانو په سيمه کې د ٥ لکه امريکايي ډالر په لګښت جوړيږي ٣٥٠ متره اوږدوالی لري  چې له امله به يې درې زره جريبه ځمکه خړوبه او د ١٢ سوه کورنيو ته به  پاکې اوبه برابرې کړي .
د نوموړی په خبره چې ددغه بند په جوړيدو سره به د بزګرانو په مخکې هغه  شته ستونزی چې پدې برخه کې ورسره لاس او ګريوان وو راکمې کړی شي .
صبري له مرستندويه ټولنو  څخه ووغوښتل ،خوست خلک چې زياتره يې د کرنې په برخه کې په کار بوخت دي مرسته وکړي .
د يادولو وړ ده چې په تيرو څو مياشتو کې د خوست ولايت په بيلابيلو سيمو کې تر سلو زيات ديته ورته سربندونه جوړ شويدي.