کور / راپور / داوړو په بيه کښي نژدې دوه زره افغانۍ ټيټ والئ راغلئ

داوړو په بيه کښي نژدې دوه زره افغانۍ ټيټ والئ راغلئ

دخوراك  نړيوال پروګرام وايې چې يوازي په كندهارښاركې به له دولس زره اړوكورنيوسره دخوراكې توكومرسته وكړي اوپه ځينووالسواليوكې يې خولالړي وړاندي پيل سوې .


له دي سره په څنګ كې په بيړني توګه دخوراكې توكوپه بيه كې هم دپام وړبدلون راغلي دي .


دابدلون دتيرودوانيوپه پرتله خوراتوپيرلري اوله ګڼوانديښنوسره يوځاي خبروركول كيږي چې په يوه سل كيلويې ګونۍ كې يوزراواته سوه افغانۍ ټيټ والي راغلي .


تيره اونۍ همدغه اندازه اوړه په پنځه زره اواته سوه افغانيوپلورل كيدل .


دخوراكې توكوتجاران هيله منددي چې كه دولت ده اوس په شان خوراكې توكوته پاملرنه وكړي نوپه بيه كې به يې دپام وړبدلون رامنځ ته سي .


تجاران له ګاونډيوهيوادونوسره دافغان چارواكوپرله پسي خبري اوترخوايې دخوراكې توكوقراردادونه كول هغه څه بولي چې داوړودبې دټيټ والي اصلي لامل بلل كيږي .


دغه رازله اړوكورنيوسره دخوراكې توكومرسته هم يوله هغودلايلوڅخه بلل كيږي چې دخوراكې توكوپربازاريې خپل پراخ تاثيراچولي دي .


په كندهاركې دخوراكې توكودلويوماركيټونوتجاران  وايې چې وګاونډپاكستان ده دافغانستان دبهرنيوچارودوزيرسفرهم دخوراكې توكوپربازارخوراسترتاثيروكړ.


په كندهاركې دخوراك دنړيوال سازمان په مرسته دخوراكې توكودويش پرمهال دكندهاروالي داسدالله خالدوويل چې هڅه كوي ترڅوله يې خواتراړوكورنيوپوري دمرسته كونكوسازمانونوپه مرسته خواركې توكې ورسوي اوله بلي خواڅخه له بهرنيوهيوادونوسره دخواركې توكوقراردادونه نورهم زيات كړي .


دكندهاردولايتي شورامرستيال وايې چې هره ورځ په پراخه پيمانه اړكسان تردوي پوري ورځي اوورڅخه غوښتنه كوي چې دخوراكې توكوپه برابره ولوكې دي ورسره مرسته وكړي .


دشورامرستيال حاجې احسان وايې چې خوراګڼي عرض پاڼي  ورسره سته چې اړوكورنيوورته دمرستي كولوپه موخه كړي .


دنومه وړي په خبره چې ولايتي شوراخپلي هڅي كړندي كړي اودنړيوال خوراكې پروګرام څخه يې دهمكاري  غوښتنه كړي .


په كندهاركې دخوراك دنړيوال سازمان ځايې استازي وايې چې دسويلي حوزي دپنځوولايتونولپاره يې ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندي نيولي اوپه بيړه هڅه كوي چې په بازارونوكې خوراكې توكودنرخونودكنتروله ولولپاره دخوراكې توكومرسته وكړي .


دنومه وړي په خبره كې دزابل ،هلمنداواوروزګان  ولايتونوترهغوكورنيوپوري به هم په چټكه توګه مرستي وكړي چې دخوراكې توكودنشت والي له امله له خپلواصلي ټاټوبوڅخه كوچيدوته اړه سوي .


په كندهاركې دخوراك دنړيوال ځايي استازى (هيراش  ريستا)وايې دوي يوازي دسږكال لپاره ۶۹ زره ټنه خوراكې توكې په واك كې لري چې دوى به يې تراړوكورنيوپوري ورسوي .


نومه وړي وويل چې دكندهارله ولايتي ادارې څخه يې غوښتنه كړې چې په ښاركې دننه ورته څوځايونه نورهم په نښته كړي چې دوى په بيړه تراړوكورنيوپورى خوراكې توكې ورسوي .


له دي سره ترخوادكندهاردخوراكې توكوپه ماركيټونوكې هم دپام وړبدلون راغلي.
دوى اونۍ پخوابه يوه سل كيلويې ګونۍ اوړه نږدي په سپږزه افغانۍ رانيول كېدې خواوس يې بيه څلورزره افغانيوته راټيټه سوې ده .


دخوراكې توكودبيې راټيټېدواوله اړوكورنيوسره دخوراكې موادومرستې په بې ساري ډول يوهيله مندي راپيداكړې .


نږدي هره  ورځ به دهمدي ستونزوپه وجه زياتره كورنۍ اوپه خاص ډول نيستمن كسان له همدي امله په انديښنوكې ول ،خودالمړي ځل دي چې په اړه يې ديوه مثبت اقدام خبروركول كېږي .


دملي تجارانووپه باور كه داوس په شان دولت اوپه ځانګړې توګه اړوندمسـئولين پاملرنه وكړې نوپه راتلونكوڅوورځوكې به دپخواپه څيرماركيټونه راټيټ سي .


دخواركې توكودبيې په لوړيدوكې زياتره پرهغوكرونده ګرونيوكه كوي چې دغلودانوپرځاي يې دنشي توكووه كرونې ته مخه كړې .


تردي وړاندي به كرونده ګرو ويل چې داړتياله مخې دنشي توكوكركېلې ته مخه كوي خواوس دمخدره موادوتريوې زاتې اندازي داوړودوي سل كيلويې بوجۍ بيه لوړه ده .